"فاټا کې د ښځينه رايه ورکوونکو شمېر په بې ساري ډول ډېر شوى"

د انځور حقوق Getty Images
Image caption له دغه مثبتې پرمختيا سره سره اوس هم ځايي دودونه د ښځو د حقونو پر وړاندې سترې ننگونې را ولاړې کړي

د پاکستان ټاکنو کمېسيون وايي په قبايلي سيمو کې د ښځينه رايه ورکونکو شمېر په تېرو څلورو کلونو کې ٣٦ سلنه زيات شوی.

دا شمېره د پاکستان د هرې بلې سيمې پرتله لوړه ده.

د ټاکنو کمېسيون د رپوټ پر بنسټ، پاکستان کې ټول ټال ٩٧ ميليون کسان د رايې ورکړې شرايطو وړ دي چې ٢٣ سلنه يې د قبايلي سيمو وگړي دي.

د زياتوالي لاملونه

کار پوهان وايي د قبايلي سيمو رايې ورکونې وړ کسانو شمېر له دې امله زيات شوى، چې د سيمې خلک د پوځي عملياتو له امله بېځايه شول او بيا اړ و چې مرستې ترلاسه کولو لپاره ځانونه له مرستندويو ادارو سره ثبت کړي.

بل لوري ته مرستو ترلاسه کولو لپاره د نوم ثبتولو يو شرط د برېښنايي پېژندپاڼې لرل و، نو ډېرو د احوالو ثبت ادارې کې نومونه ثبت او برېښنايي پېژنډ پاڼې ترلاسه کړې. اوس چې د پوځي عملياتو له امله بېځايه شوي خلک بېرته خپلو سيمو ته ور گرځي اړ دي چې برېښنايي پېژندپاڼې ولري نو له دې امله ډېر نور شمېر خلکو له حکومت سره نومونه ثبت کړل.

ښځينه رايه ورکونکې او ستونزې يې

له دغه مثبتې پرمختيا سره سره اوس هم ځايي دودونه د ښځو د حقونو پر وړاندې سترې ننگونې را ولاړې کړي.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption اوس هم له کوره د ښځو وتل، غونډې کول، په ټاکنيزو کمپاينونو کې گډون او خلک له خپل "ټاکنيز" منشوره خبرول ډېر ستونزمن دي

د اورکزيو اېجنسۍ اوسېدونکې جميله چې په ٢٠١٣ م کال کې يې د رايه اچونې لپاره خپل نوم ثبت کړى وايي د قبايلي ښځينه رايه ورکونکو په شمېر کې زياتوالى هيله بښونکى دى "خو اوس هم له کوره د دوى وتل، غونډې کول، په ټاکنيزو کمپاينونو کې گډون او خلک له خپل "ټاکنيز" منشور خبرول ډېر مشکل دي."

جميله زياتوي مېرمنې اوس هم نشي کولى خپله رايه په خپله خوښه وکاروي، د ورور او ميړه فشار ورباندې وي چې د هغوى د خوښې نوماند ته رايه ورکړي.

ویډیو قبايلو کې د مېرمنو ستونزې

"امریکا غوښتل پاکستان کې د اسامه د وژلو په څېر عملیات وکړي"

رېکس ټېلرسن: له پاکستان د امریکا غوښتنې ډېرې ښکاره دي

د چارو څارونکي او د ښځو د حقونو مدافع ډلې پر پاکستاني حکومت غږ کوي چې اوس دې د خلکو د پوهاوي په برخه کې کار وکړي او داسې هڅوونکې لارې چارې دې غوره کړي، چې په پراخه کچه ښځو ته د رايه ورکولو زمينه برابره کړي او په ټاکنو کې د هغوى نوماندۍ ته لار هواره شي

اړونده مطالب

ورته مطالب