''د مشال خان وژنې عیني شاهدان ګواښل کېږي''

د انځور حقوق TWITTER

د خیبر پښتونخوا په عبدالولي خان پوهنتون کې مذهب ته د سپکاوي په تور وژل شوي مشال خان پلار اقبال خان وايي، محکمه کې د پېښې شاهدي ورکونکي ګواښل کېږي.

نوموړي بي بي سي سره خبرو کې ویلي، کله چې عیني شاهدان محکمې ته ورځې په لاره کې درول کېږي او ورته ویل کېږي، چې باید محکمه کې رښتیا و نه وايي. اقبال خان وايي:

''موږ پر قانوني لاره روان یو، خو یو شمېر سیاسي قوتونه شته، چې هغوی ته یې نومونه هم معلوم دي، چې موږ قانوني مبارزې ته هم نه پرېږدي. ''

د چهارشنبې پر ورځ خیبر پښتونخوا حکومت ویلي و، د دغې محاکمې ټول لګښت به پر غاړه واخلي. يه یوه لنډه اعلامیه کې ویل شوي و، چې اعلی وزیر پرویز خټک د وکیل لګښت لپاره د پېسو ورکړه تایید کړې ده.

د انځور حقوق AFP/GETTYIMAGES
Image caption مردان پولیسو د مشال خان وژنې په تړاو ۵۷ مشکوک کسان نیولي دي

دې ته غبرګون کې اوس اقبال خان وايي، شپږ وکیلان ورسره محکمې ته ځي چې که څه هم هېڅ حق الزحمه هم نه ورنه غواړي، خو حق یې کېږي او حکومت یوازې د یوه وکیل لګښت پر غاړه اخیستو خبره کوي، چې د نوموړي په خبره دی یې اندېښمن کړی دی.

اقبال خان له بي بي سي سره خبرو کې د پنجشنبې پر ورځ ویلي، د اعلی وزیر دفتر تېره ورځ ده ته په دې اړه ویلي دي، خو وايي قانع نه دی.

نوموړی وايي د مخالف اړخ له لوري ۲۵ وکیلان محکمې ته راځي، داسې حال کې به د ده یو وکیل څه وکړای شي؟

د مشال خان وژنې قضیه کې ۵۷ کسان رسماً تورن شول

له وژل کېدو لږ مخکې د مشال خان زارۍ

د مشال خان خويندي اوس په کلي کې زده کړې نشي کولی

اقبال خان دغه راز ویلي، حکومت ورسره د مشال له وژل کېدو وروسته د مشال په نوم د یوه پوهنتون نومولو او شهید پیکیج په نامه مالي مرستې ژمنې کړې وې، چې تر اوسه یې نه دي پوره کړې.

تر اوسه ۴۰ عیني شاهدانو محکمې کې د مشال خان وژنې په تړاو رسمي شاهدي ورکړې او لس یا پنځلس نور عیني شاهدان چې د پوهنتون استادان او محصلین هم په کې شامل دي، محکمې ته ورتلونکي دي.

مردان پولیسو ویلي، دغه قضیه کې یې تر اوسه ۵۷ مشکوک کسان نیولي دي او څلور کسان لا هم فراريان دي.

د انځور حقوق ASIF HASSAN/GETTYIMAGES

د مشال خان پلار وايي د زوی له وژل کېدو وروسته یې دوې لوڼې اوس له ډاره تعلیمي ادارو ته نه ځي او په کور کې د زده کړو تر لاسه کولو کوښښ کوي.

نوموړی وايي لوڼو به یې ښوونځي کې لومړي نمرګي ته رسېدې، خو اوس بهر خوندي نه دي او له همدې کبله په کور کې زده کړې کوي.

اقبال خان وايي، له حکومته یې غوښتي و، چې لوڼې یې د زده کړو لپاره له صوابۍ نه اسلام اباد ته ولېږي، خو تر اوسه کوم ځواب نه دی ورکړل شوی.

ورته مطالب