د چین پاکستان اقتصادي دهلېز ولې له پښتونخوا او بلوچستانه نه، بلکې له پنجابه تېرېږي؟
په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

د چین پاکستان اقتصادي دهلېز ولې له پښتونخوا او بلوچستانه نه، بلکې له پنجابه تېرېږي؟

ویل کیږي د چین او پاکستان اقتصادي دهلېز لومړی داسې پلان و چې باید له کاشغره ګوادر بندر ته تلونکې لار، له خیبر پښتونخوا او بلوچستانه تېره شوې وای خو په نوې نقشه کې دغه لاره د پنجاب له ایالته تېرېږي.

ځیني نیوکه کوي چې دا دهلېز د پښتنو په تاوان او د پنجاب او نورو صوبو په ګټه دی.

د پښتونخوا د ولسي تحريک له يوه مشر سيد عالم مسيده امان الله عمران وپوښتل چې پدې اړه یې د پښتنو شکایتونه چارواکو ته رسولي دي که نه؟