د پېښور له ګاډو د 'نامناسبو' انځورونو لرې کولو کمپاین

د پوسټرونو خلاف د پېښور پولیسو کمپاین

پېښور کې پر ښاري ګاډو او په ځانګړې توګه پر رکشو د فلمي ستورو انځورونه لګول دود دی، چې د سګریټو اعلانونه هم په کې شامل دي او اوس یې ځايي پولیسو د لرې کولو تابیا کړې.

دغه ۱۰ ورځنی کمپاین د دوشنبې پر ورځ پیل شوی.

د پولیسو یوه ځايي افسر ذوالفقار احمد ویلي، له څه مودې راهیسې د پېښور پر ښاري ګاډو د ښځو داسې نامناسب انځورونه لګول کېږي، چې په خبره یې د ځوانانو پر فکر ناوړه اغېز کوي.

نوموړی وايي پر دغو فلمي پوسټرونو د ښځینه فلمي ممثلینو داسې انځورونه کښل کېږي، چې کالي یې مناسب نه وي، یا یې وسله په لاس کې وي او یا هم د سګریټو څکولو په حال کې وي.

ښاغلي احمد ویلي له چلوونکو غوښتل کېږي، چې په خپله خوښه دغسې انځورونه لرې کړي او هغه چې سر غړونه کوي جریمه کېږي.

پېښور ترافیک وايي، دغه ښار کې ۷۰ زره رکشې فعالې دي، چې نژدې ۲۰ زره یې قانوني جواز نه لري. په یونیورسټي روډ سیمه کې پولیسو د یوې رکشې ځوان ډرېور محمدعارف درولی و، چې پر رکشه یې د فلمي ستورو انځور ټومبلی و.

نوموړی وايي د ده رکشه خپله نه ده، بلکې د مزدوري په توګه یې چلوي، خو په وینا یې یو شمېر ځوانان دغه تصویرونه خوښوي او کله نا کله مشتریان د دغو تصویرونو له کبله د رکشې سپرلي کوي.

پر یو شمېر رکشو د وسلې عکسونه لګېدلي لیدل کېږي او پر نورو بیا د سګریټو اعلانونه لیکلي وي، خو ځايي پولیس دغه تصویرونه هم لرې کوي.

ورته مطالب