پېښور: د پېغلې بربنډولو قضیې د جدي څېړنې امر شوی

ډېره اسماعیل خان د انځور حقوق QAIS JAVED
Image caption نجلۍ وايي کالي بیاتي شوي او کله یې چې یوه خپلوان پرې څادر وغوړاوه هغه یې هم لرې کړ

پېښور سترې محکمې ځايي پولیسو ته امر کړی د هغې پېغلې قضیه جدي وڅېړي، چې تېره میاشت ډېره اسماعیل خان کې وسله والو کسانو په کلي کې بربنډه ګرځولې وه.

د ۱۶ کلنې شریفه بي بي مور محکمې ته عریضه کړې ده.

دوې ورځې مخکې خپله شریفه بي بي له وروڼو سره محکمې ته ورغلې وه. قاضي القضات یحیی اپريدي پولیسو ته امر کړی، چې دغه قضیه جدي وڅېړي او له هرو ۱۴ ورځو وروسته د محکمې بشري حقونو څانګې ته معلومات ورکړي.

د شریفه بي بي وکیل محمد انور د اصلي تورن کس نیولو غوښتنه کړې، چې ویل کېږي له پېښې وروسته تښتېدلی دی.

پاکستان کې د ۱۰ کلنې نجلۍ د واده مخنيوی شوی

د پاکستاني قاضي کور کې ۱۰ کلنه خادمه 'ربړول شوې'

خیبر پښتونخوا: قهرجنو کسانو دین ته د سپکاوي په تور محصل وژلی

وکیل وايي، هغه کس هم باید پوښتنو ګروېږنو کې شامل کړل شي، چې د پېښې ویډیو یې ثبت کړې ده. پولیس وايي د شریفه بي بي د کورنۍ خوندیتوب لپاره یې اقدامات کړي او د پېښې په تړاو یې اته کسان نیولي دي.

دوی ویلي د اصلي تورن سړي د نیولو لپاره هلې ځلې کوي.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د دغې نجلۍ پر ورور تور پورې شوی، چې درې کاله مخکې یې د بریدګرو کورنۍ یوې ښځې ته موبایل ټیلیفون ورکړی و او خبرې به یې ورسره کولې.

نژدې یوه میاشت مخکې د خیبر پښتونخوا د ډېره اسماعیل خان په یوه لرې پراته کلي کې وسله والو کسانو ۱۶ کلنه شریفه مجبوره کړه، چې بربنډه په کلي کې وګرځي.

دغو کسانو ادعا کړې، چې د خپل ناموس او کورنۍ غرور خوندي کولو لپاره یې داسې کړي دي.

د شریفې کلیوال وايي د هغې ورور د تورنو کورنۍ له یوې نجلۍ سره مخکې پټ اړیکې درلودې، چې خپلوانو یې غچ واخیست.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption یوه ځايي پولیس د نوم نه څرګندولو په شرط ویلي، له نجلۍ ټول کالي نه وو ایستل شوي، بلکې یوازې لستوڼی یې پرې کړل شوی و

ویل کېږي د هغې قضیې له افشا کېدو وروسته جرګې پرېکړه کړې وه، چې د شریفې ورور باید درې سوه زره روپۍ جریمه ورکړي او د دواړو کورنیو تر منځ روغه شوې وه.

ځايي خلک وايي تورنو کسانو د جرګې له پرېکړې وروسته هم خبره زړه کې ساتلې وه او هلک ته نوره سزا ورکول غوښتل.