امریکا پاکستان ته: حافظ سعید بېرته ونیسئ

حافظ سعید په ترهګریزو بریدونو کې خپله ښکېلتیا ردوي د انځور حقوق Reuters
Image caption حافظ سعید په ترهګریزو بریدونو کې خپله ښکېلتیا ردوي

وروسته تر هغه چې پاکستان د "لشکر طیبه" ډلې مشر او د ممبۍ د خونړي بریدونو اصلي تورن حافظ سعید خوشی کړ، امریکا پر پاکستان د نوموړي د بېرته نیولو فشار ډېر کړی دی.

اسلام اباد کې د امریکا سفارت ویاند هیډر ناورټ په یوه خبرپاڼه کې ویلي، "امریکا ډېره په اندېښنه کې ده چې د لشکر طیبه مشر حافط سعید نظربندي ولې ختمه شوې ده. لشکر طیبه یو سخت دریځه ترهګره ډله ده چې په ګڼو هغو بریدونو کې یې برخه لرله چې امریکایان هم په کې وژل شوي وو."

په خبرپاڼه کې راغلي "د پاکستان له حکومته غواړو چې د هغه د بیا نیولو ډاډ راکړي او هغه مجرم وپېژندل شي".

امریکا د ۲۰۰۸ مې میاشت حافظ سعید د نړیوالو ترهګرو ډله کې شامل کړی و. د ۲۰۰۸ کال نومبر میاشت کې د ممبۍ له خونړیو بریدونو وروسته، د همدې کال په دسمبر میاشت کې ملګرو ملتونو هم نوموړی د ترهګرو ډله کې راوست.

امریکا او هند حافظ سعید د هند ممبۍ کې د ۲۰۰۸ کال د خونړیو بریدونو اصلي طراح بولي.

امریکا د حافظ سعید د نیولو پرسر ۱۰ میلیون ډالر جایزه اعلان کړې وه، نوموړی د پاکستان شمال ختیځ لاهور کې له تېرې جنورۍ میاشتې راهیسې نظربند و.

پاکستان حافظ سعید خوشی کوي

پاکستان: جماعت الدعوة سیاسي ګوند جوړوي

"د حافظ سعید په نظربندۍ سره پاکستان غواړي خپل وګړي د امریکا له بندیزونو وژغوري"

'حافظ سعید افغانستان کې د داعش فعالیتونه اداره کوي'

تېره اونۍ د پاکستان یوې محکمې د هغه د خوشي کولو امر وکړ او د پاکستاني حکومت هغه دلایل یې بابیزه وګڼل، چې ګني حافظ سعید عام امنیت ته ګواښ دی.

د انځور حقوق AFP
Image caption په ۲۰۰۸ کال د هند ممبۍ کې هم مهاله ترهګریز بریدونه وشول، چې تر ۱۶۰ ډېر کسان پکې ووژل شول

په ۲۰۰۸ کال د هند ممبۍ کې سخت دریځو اورپکو هم مهاله بریدونه وکړل، چې تر ۱۶۰ ډېر کسان پکې ووژل شول.

سعید، چې د تېرې پنجشنبې په ماښام خوشی شو، د ممبۍ بریدونه کې لاس لرل ردوي.

نوموړي تر خوشي کېدا وروسته په یوه وېډیو کې ویلي: "هند تل د ترهګریزو ګومانونو ترشا توجیه پیدا کوي.. خو د لاهور سترې محکمې ثابته کړه چې د هند دا ادعاوې غلط دي".

حافظ سعید ته اوس په داسې سترګه کتل کېږي چې ګني د امریکا د ولسمشر ډونلډ ټرمپ لارښوونې تعقیبوي.

دغه پاکستاني مذهبي مشر د تېرې پېړۍ ۹۰ کلونو کې د "لشکر طیبه" په نوم یوه سخت دریځه ډله جوړه کړه، خو کله یې چې ډله ناقانونه وګڼل شوه، په ۲۰۰۲ کال یې پر خپلې ډلې یې د "جماعة الدعوة" نوم کېښود.

سعید وايي، جماعة الدعوة له اسلامي ویښتابه اغېزمنه ده، خو واشنګتن بیا وايي دا ډله هماغه لشکر طیبه ډله ده او یوازې نوم یې بدل شوی دی.

هند څو ځلې له پاکستانه د حافظ سعید د محاکمه کولو غوښتنه کړې، چې دې قضیې د دواړو اتوم لرونکو ګاونډیو هېوادونو ترمنځ اړیکي تر ډېره ترینګلي کړي دي.

هند څو ځلې پر پاکستان نیوکه کوله، چې په ترهګریزو بریدونو تورن حافظ سعید ولې نه نیول کېږي.

ورته مطالب