پاکستان یو سړک د زدکوونکو د ژغورونکي په نوم کړ

د انځور حقوق .
Image caption هغه کار چې اعتزاز حسن کړی بې مثاله دی او خلک هېڅکله د هغه سرښندنه نه هېروي.

۱۵ کلن زدکوونکی تقریباً څلور کاله مخکې یو ځانمرګی نه و پرېښی چې ښوونځي ته ننوځي او هغه برید یې شند کړی و چې د ترسره کېدو له امله به یې د ډېرو زدکوونکو ژوند اخیستی وای.

د اسلام اباد مرستیال ښاروال زیشان نقري له بي بي سي سره په مرکه کې وویل، د لومړي وزیر شاهد خاقان عباسي د غوښتنې له امله په اسلام اباد کې سیکټر تي ۱۲ یو سړک د اعتذاز حسن په نوم کړ.

د زیشان په خبره، څرنګه چې اعتزاز حسن په خپل ژوند لوبې وکړې او د سلګونو ماشومانو ژوند یې وژغوره، د هغه سرښندنه به هېڅکله هېره نه کړي.

* د پېښور پر ښوونځي برید: د اسفند خان مور دغه غمېزه نه شي هېرولی

*د لندن ښاروال صادق خان په پاکستان کې

*چین پاکستان کې خپلو مېشتو وګړو ته خبرداری ورکړی

د اسلام اباد مرستیال ښاروال وايي، تر اوسه د اعتزاز حسن له کورنۍ سره حکومتي چارواکو نه دي لیدلي که داسې وشي چې هغه ته یوه نمانځغونډه ونیول شي لا به ښه وي.

د اعتراز حسن خوریی مدثر بنګش بي بي سي ته ویلي، د اسلام اباد د یوه سړک نومول د اعتزاز حسن په نوم د ستاینې وړ خبره ده.

مدثر بنګش وویل، موږ باید خپل اتل په یاد ولرو هغه کار چې اعتزاز حسن کړی بې مثاله دی او خلک هېڅکله د هغه سرښندنه نه هېروي.

د انځور حقوق .
Image caption د ځانمرګي واسګټ کې ۵ تر ۶ کیلو ګرامه باروت وو، چې اعتزاز حسن ځانمرګی بریدګرغېږ کې ونیو او چاودېدونکي توکي یې وچاودل.

د ۲۰۱۴ کال په جنورۍ میاشت کې ۲۰ کیلومتره لرې د کوباټ سرک د ابراهیم زنی په سیمه کې هغه مهال چې یوه ځانمرګي غوښتل د ماشومانو پر ښوونځي کې ځانمرګی برید وکړي، خو اعتزاز حسن پرې نه ښوده چې موخې ته ورسېږي.

د ځانمرګي واسګټ کې ۵ تر ۶ کیلو ګرامه باروت وو، چې اعتزاز حسن ځانمرګی بریدګرغېږ کې ونیو او چاودېدونکي توکي یې وچاودل. اعتزاز حسن ووژل شو، خو د سلګونو زدکوونکو ژوند یې وژغوره.

د اعتزاز حسن خوريي مدثر بنګش په خبره، د هغه کورنۍ او د سیمې اوسېدونکو هم غوښتي چې ښوونځی دې هم د اعتزاز حسن په نوم شي.

اړونده مطالب

ورته مطالب