پېښور پوهنتون کې د محصلې پر نڅا نیوکې

په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.
پر ټولنیزو شبکو یو شمېر کاروونکو پر دغې ویډیو نیوکې کړې خو نورو بیا ستایلې ده

د پېښور ښځینه پوهنتون مراسمو کې هغه مهال توند غبرګونونه راوپارېدل چې یوې محصلې عربي هېوادونو کې یو ډول ترسره کېدونکې نڅا پکې وکړه.

د 'وومن ټېلنټ ایکسپو ' په نوم مراسمو کې چې د ښځو پر استعدادونو څرخي د یوې محصلې "بېلې ډانس "ډوله نڅا ځکه د خلکو کلک غبرګون وپاراوه چې ویل کېږي د سیمې دود دستور خلاف کار و.

دغه درې ورځني مراسم چې یکشنبه، اتوار پیل شوي وو او د پوهنتون مشرې او ډېرو ښوونکو پکې ګډون کړی و، د ښځو تر منځ پکې بېلابېلې سیالۍ کېدې.

پر خواله رسنیو خپره شوې ویډیو کې یوه نجلۍ لیدل کېږي، چې مخ یې نقاب کې پټ کړی ناڅي او ناست نندارچیان چې پکې ښځې او نارینه لیدل کېږي، لاسونه پړکوي.

پر ټولنیزو شبکو یو شمېر کاروونکو پر دغې ویډیو نیوکې کړې خو نورو بیا ستایلې ده.

پاسني ټویټ کې عماد رحیم لیکلي: "د بېنظیر ښځینه پوهنتون کې د استعداد په نامه 'بېلي ډنس 'د غندلو وړ دی. دا مسخره ګي ده. "

پر فېسبوک د جبار په نامه سړي دغې ویډیو ته لیکلي: "مذهب سره باید تړاو ور نه کړل شي، بلکې پر ماشومانو د جنسي تېري په څېر مسایلو مخنیوي ته پام په کار دی. "

یوه بل فېسبوک کاروونکي بیا دغه مراسم "د بدلمنو ښځو " د نڅا محفل بللی دی. نوموړی تعلیمي ادارو کې داسې نڅا "د شرم وړ " بولي او وايي باید مخنیوی یې وشي.

د پوهنتون ویاندې سحرش ویلي: "دغه نڅا د پروګرام برخه نه وه، خو نجونو د خوشحالۍ لپاره په خپله کړې. "

اغلې سحرش وايي: "د نڅا پر مهال هلته سړي نه وو، هغه چې په ویډیو کې لیدل کېږي د مراسمو منتظمین دي. "

دا زیاتوي "د مراسمو مقصد ښځو ته د خپلو وړتیاوو یا صلاحیتونو د اظهارولو موقع برابرول وو. هلته د پخلي او هنري استعداد څرګندولو په ګډون ډېرې سیالۍ کېدې، خو رسنیو په خاص ډول دغې نڅا ته توجه کړې. "

امینه پاسني ټویټ کې لیکي: "زه نه پوهېږم چې خبریال دې ګرم وبلل شي که نه، ځکه چې هغه لیکلي 'په پېښور کې بېلي ډانس '. بله خبره دا ده چې که نڅا کوونکې پخپله له دومره کمرو سره ستونزه نه لري، د نورو خلکو یې پرې څه، ټول ځان یې هم پټ دی. "

د انځور حقوق FB
Image caption پر ټولنیزو شبکو پر خپرې شوې ویډیو نیوکې شوي.

پېښور کې د تعليمي چارو کار پوه ډاکټر خادم حسين بي بي سي ته په دې اړه وويل: "د هرې ټولنې د خوشحالیو لمانځلو خپل رسمونه وي او پردغه رقص دومره ټک کېداي شي چې دا 'بېلې' رقص ولې و چې د يو بل تهذيب رسم دی. "

د هغه په وينا "زموږ پښتنو ټولنه کې اتڼ شته، چې ښځي او نارينه دواړه یې کوي او ټکونه پرې نه دې پکار نور پر رقص بندېز نه شته که هغه نارينه کوي او که ښځينه".

ښاغلی حسین زياتوي، پوهنتون د لوستو او پوه خلکو ځای دی او په کې د داسې پروګرامونو جوړول د نن سبا اړتیا ده.