وزیرستان کې د پاکستاني پوځي لومړنۍ او وروستۍ جګړه

د انځور حقوق ISPR
Image caption په وزیرستان کې لومړنۍ دنده، لومړنۍ جګړه او وژل ک ېدل.

دویم بریدمن عبدالمعید د روان کال اکتوبر میاشت کې د پاکستان پوځي اکېډمۍ کې روزنه بشپړه کړه.

سملاسي په شمالي وزیرستان کې وګومارل شو.

دا یې د مسلکي ژوند لومړنۍ ګومارنه وه، خو لا یې ډېر وخت وتلی نه و، چې همدلته یې لومړنۍ او وروستۍ جګړه هم وکړه.

دی تېره ورځ هغه مهال ووژل شو چې له احمدخېل کلي د علي خېل په لور پوځي کاروان روان و او د وسلوالو له برید سره مخ شو.

* کډوال: چې پاکستانی پوځ له وزیرستان ونه وځي نه ستنېږو

* وزیرستاني کډوال نه غواړي چې ژر خپلو سیمو ته ستانه شي

له نوموړي سره یو بل ۲۱ کلن سرتېري بشارت درې کاله مخکې پوځ کې دنده موندلې وه.

له دوی سره دوه نور سرتېري ټپيان شوي دي.

پېښور او شمالي وزیرستان کې دا په دوو اونیو کې پر پوځ څلورم برید دی چې پکې له اتلسو ډېر سرتېري وژل شوي دي.

بریالي عملیات او روان بریدونه

باجوڑ د انځور حقوق AFP

شمالي وزیرستان کې د پاکستان ضرب عضب عملیات بریالي بلل کېږي او پوځ وايي، بشپړ شوي، خو بیا هم پر امنیتي ځواکونو بریدونه کېږي.

څو ورځې مخکې د شمالي وزیرستان په میرعلي کې هم پر امنیتي ځواکونو برید وشو چې شپږ کسان پکې ووژل او اته نور ټپیان شول.

* ''وزیرستان کې پر موسیقۍ او اتڼ بندیز''

* روسي پوځي پلاوي شمالي وزیرستان کې څه کول؟

خو دا یواځني ځوان سرتېري نه دي تېر سپټمبر د خیبر په راجګال کې هم ۲۲ کلن بریدمن ارسلان عالم ووژل شو.

په تېر اکتوبر کې د سوېلي وزیرستان رزمک کې درې سرتېري وژل شوي وو او نومبر کې هم دوه سرتېري وژل شوي.

بلوچستان کې ورته حال

د انځور حقوق ISPR
Image caption ۲۱ کلن پوځي بشارت چې درې کاله مخکې پوځ کې ګومارل شوی و او وزیرستان کې ووژل شو.

دا لړۍ همداسې روانه او پر قبایلي سیمه سربېره بلوچستان کې هم د امنیتي ځواکونو پرضد بریدونه ډېر شوي، چې تر ډېره یې ګاډي په نښه کېږي.

په سپتمبر کې بلوچستان کې د پوځ پر کاروان برید وشو چې د یو ډګروال په ګډون پکې درې سرتېري ووژل شول او وروسته نهه ملېشه سرتېري هم ووژل شول.

خو وزیرستان کې وروستي برید ته په غبرګون کې د پوځ لوی درستیز قمر باجوه وايي، چې ازادي وړیا نه ترلاسه کېږي، بیه یې بچیان ور کوي.

د پوځ ویاند تورنجنرال اصف غفور په خواله رسنیود باجوه ټویټ شریک کړی دی: زه خپلو سهیدانو ته سلام کوم.