خپلو کورونو کې بنديان
خپلو کورونو کې بنديان
کوټه کې د هغو هزاره لږکيو حال اخلو، چې له بريدونو يې د خوندي کولو هڅې د څومره ژورو درزونو لامل شوې. د بلوچستان مرکزي ښار کوټه کې تېرو څو کلونو کې د اورپکو بريدونو کې سلګونه هزاره ګان وژل شوي دي. دوی بيا د خپل خونديتابه لپاره په وار وار احتجاجي ناستې کړې، چې د چارواکو د تدبيرونو له مخې یې بيا حل لاره هغو دوو سيمو ته چې هزاره ګان په کې اوسېږي، د ورتلو پر لارو په کلکه کنټرلېدونکو پلټنځايونو جوړول وو. خو ډېر یې احساس دا کوي، چې په دې سره دوی اوس خپلو کورونو کې بنديان شوي دي.