زرګونه برتانوۍ میندې د فیسبوک له لارې شیدې وړیا شریکوي

v

د عکس سرچینه، Getty Images

د بي بي سی د یوې څېړنې له مخې برتانیا کې په زرګونو مېرمنې خپلې شیدې د خواله رسنیو له لارې اړمنو میندو ته رسوي.

د برتانیا پر روغتیا وزارت فشار زیاتېږي چې د هغو میندو پوهاوی ډېر کړي چې د ملي روغتیا خدمتونو له څارنې پرته دا کار کوي.

ځینې کارپوهان وېره لري چې له دا ډول مرستې ممکن اېډز یا د شکر په څېر ناروغۍ هم خپرې شي.

خو پلویا یې وايي، دا ښځې د مور فکر لري او د خوښې له مخې دا کار کوي.

شیدې له کومه کړم

د عکس تشریح،

بېکس پول خپل بچي ته پوره شیدې نه لري.

د وولور هېمپټن اوسېدونکې بېکس پول خپل ماشوم ته په تي ور کولو کې ستونزه درلوده، له بلې لارې یې د مور شیدو پیدا کولو ته تلوسه لرله.

ځکه د تهیو وزن په مناسبه اندازه نه زیاتېده او مور یې بېکس پول غوښتل، چې د پوډري شیدو په ځای د مور شیدې ورته پیدا کړي.

د هغې یوه ملګري ورته وویل چې فیسبوک کې (د انسان شیدې د انسان د بچي لپاره) مخ(پېج) ولټوي.

دا فیسبوک مخ د هغو میندو ترمنځ د شیدو لېږدولو وسیله ده چې لا ډېرې شیدې لري او یا هیڅ شیدې نه لري.

تېرو پنځو کلونو کې د دې مخ د خوښوونکو شمېر پنځه چنده ډېر شوی او ۱۸ زرو ته رسېدلی دی.

بېکس پول وايي، شیدې یې نه زیاتېدلې، ځکه یې ځنډ ونه کړ او له همدې مخ یې د مرستې غوښتنه وکړه.

زه ډېرې شیدې لرم

د عکس تشریح،

ميک هیو ډېرې شیدې لري.

لږ وروسته د وورسټر شایر کاونټي کې ساره مېک هیو سره مخ شوه چې تازه مور شوې وه او ډېرې شیدې یې درلودې.

ساره مېک هیو خپله لور حریت په شیدو مړه کړې وه او بېکس پول ته یې له تي خپلې شیدې راوباسلې.

مېرمن هیو وايي، ډېرې شیدې لري، چې له خپل بچي یې زیاتې دي:

"زه په ځینې هغو فیسبوک مخونو کې یم، چې د شیدو نه لرونکو مېرمنو سره مرسته کوي. زه دوی ته وایم چې د شیدو مرسته ور سره کولی شم".

په دې ورځو کې مېرمنې پوهېږي چې د شیدو له دې ور کړې سره د دواړو ترمنځ یو ډول اړیکه جوړېږي.

اوس د بېکس پول یخچال له انساني شیدو ډک دی.

دا شیدې څومره خوندي دي؟

د عکس تشریح،

برتانیا کي د میندو شیدي له جراثیمو پاکېږي بیا اړمنو میندو ته ور کول کېږي.

خو په دا ډول لارو ځینې کارپوهان نیوکې کوي. ځینې کارپوهان دا پوښتنه کوي چې د نورو میندې شیدې څومره خوندي دي.

مګر اغلې پول او اغلې مېک هیو دا وايي چې په دې برخه کې د خوندیتوب لپاره غوره د اده چې له شیدو تبادلې مخکې پوښتنې وشي.

میک هیو وايي، د خپل ځان په هکله یې ډېر معلومات وویل، لکه روغه ده، سیګرټ نه څکوي او روغتونونو ته هم خپلې شیدې ور کوي.

فیسبوک هم په دې برخه کې لارښوونه کوي، له خلکو غواړي چې له شیدو ترلاسه کولو مخکې پکار دي وپوهېږي چې شیدې ور کوونکې کوم ډول دارو نه کاروي، شراب یا نشيي توکي نه کاروي او که اړتیا ویني شیدې دې په لیبارټري کې وازمويي.

روغتیايي چارواکي څه وايي؟

د عکس تشریح،

روغتیايي چارواکي په خپل سر د شیدو خیراتول یا منل د ماشومانو د روغتیا لپاره مناسب نه بولي.

برمېڼګم کې د مېرمنو روغتون کارکوونکې ډاکتر جیما هولډر وايي، له طبي څار پرته د شیدو ور کړو د ماشومانو روغتیا ګواښلی شي.

ډاکټر جیما هولډر هم روغتون کې د شیدو ساتلو برخه کار کوي، چې ډېرې خیراتي شیدې پکې ساتل کېږي او ازمویل کېږي.

دا شیدې په یخچال کې تر کېښودلو مخکې له جراثیمو پاکېږي.

د برتانیا د خوړو معیار اداره وایي د روغتیايي لاملونو له مخې له ازموینې پرته د خیراتي شیدو د کارولو پلوي نه ده.

کارپوهان وايي، حکومت ته پکار دي په دې برخه کې ډېر کار وکړي.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح،

ځینې میندې د خپلو بچیانو له اړتیا ډېرې شیدې لري.