"ټولنې مجبوره کړې يم چې له خدايه زوى وغواړم"

زوى د انځور حقوق Getty Images
Image caption "ټولنه مو داسې ده چې په کورنۍ کې یو نارینه اولاد مهم وي"

د څلور لوڼو مور جمیله (مستعار نوم) خپلې درې کلنې ماشومې لور ته خواړه جوړوي.

مشره لور يې چې د نهم ټولګي زده کوونکې ده ورته څېرمه ناسته ده او نورې دوه لوڼي یې د کور د دروازې خوا کې لوبې کوي.

د جمیلې میړه په پېښور کې سرکاري افسر دى او له واده یې څه باندې ۱۵ کاله تېرېږي. د جميلې څلور لوڼې دي خو تر اوسه زوى نه لري.

جمیله وایې هغه او مېړه یې خپلو لوڼو ته ډېره مینه ورکوي او په ډېرو ښه ښوونځیو کې پر زده کړې کوي، خو بیا هم ډېر غواړي چې یو زوى وزېږوي. جميله وايي "هر وارې چې مېندواره شوې يم، نو ما او مېړه مې له الله دغه غوښتنه کړې چې خدايه زوى راکړې خو لا تر اوسه مې دغه غوښتنه نه ده پوره شوې."

جمیله چې وپوښتل شوه ولې ورته زوى مهم دى هغې وویل، په دغه ټولنه کې نجلۍ نشي کولى چې د بهر چارې وکړي، خلک پر وېرېږي چې څوک به زیان ور ورسوي.

هغې زیاته کړه "داسې نه دي چې زه او یا مې مېړه لوڼې نه خوښوو، او نه مو د لوڼو په تربیت کې څه کمى پرېښى، خو ټولنه داسې ده چې په کورنۍ کې یو نارینه اولاد مهم وي."

د جمیلې په شان یو شمېر نورې ښځې شته چې د زوى راړو په تمه یې د لوڼو شمېر زیاتېږې خو بیا هم بچې زیږوي. جمیله وایي اوس هم د درې میاشتو مېندواره ده او هيله لري چې دا وارې به یې زوى کېږي.

له جمیلې مې وپوښتل چې د مېړه فشار خو به ورباندې نه وي چې لوڼې راوړي؟

هغې وویل کله کله غوسه وکړي، پر دې نه چې لوڼې یې زیاتې دي، خو کله چې له بهره څه په کار شي او د راوړو څوک نارینه نه وي.

جمیله وایې پر یوې خبرې ډېر فکر کوي چې دغه لوڼې به څنگه ودوي ځکه پر واده لګښت نن سبا ډېر لوړ شوى او د دوى وس هومره نه دى.

روحي فشار

دغه راز فشارونه د ښځو روغتیا ته د زیان رسوي، په دغه اړه د پېښور خیبر ټيچنګ هسپتال د نفسیاتي درملنې ډاکټر "اعزاز جمال" وایي څه ښځې داسې هم شته چې دغه فشار له کبله یې ځانونه وژلي دي.

هغه وایي پاکستان کې شوې څیړنې ښودلې چې د ښځو نفسیاتي مسلو کې یوه غټه ستونزه دا ده چې د کورنۍ له لوري پر فشار وي، چې نارینه بچى دې وزېږوي. خو دې ستونزې ته څوک پام نه کوي.

د ښاغلي جمال په وينا "باید سړو او ټولنې ته دغه خبره په ډاګه شي چې د نارینه او ښځینه بچي په زېږېدو کې غالبه تخمه د سړي وي."

نجونې د وطن سترګې هلکان یې د ملا تير

په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.
پېښور: د کور پخلی چې انلاین پلورل کېږي

جمال وایې د ساينس په رڼا کې نارینه او ښځینه بچي زېږېدو کې ټول کمال د سړي دى او ښځه یې نه ده مسووله خو بیا هم څه کورنۍ ښځې ته غوسه کوي چې ولې یې زامن نه کېږې.

د هغه په وینا، ټولنه کې دا ستونزه د پوهې د کمي او په نر او ښځه کې د فرق کولو له امله ده چې باید يې په ښه ډول مخنیوى وشي. نارینه او ښځو ته بايد په يوه سترگه وکتل شي.

روغتيا پالان وايي د دغه راز فشارونو اغېز له پامه غورځول کېږي خو ټولنې او بيا په تېره ښځو لپاره ډېر زيان اړوونکي دي. د ډاکټر جمال په وينا پر يوې مېندوارې مېرمن دا ذهني فشار چې زوى به زېږوي او که لور، ماشوم ته سخت زيان اړوي او د داسې ناروغيو لامل کېداى شي چې ټول عمر به يې کړوي.

ورته مطالب