پېریان که ذهني ناروغي؟

ښځې د انځور حقوق Getty Images

په روغتون کې ناسته وم، چې ناڅاپه مې د یوې رنځورې چیغې تر غوږو شوې. دا رنځوره خپلې خواښې او خسر د درملنې لپاره روغتون ته راوړې وه. وايي، 'مېړه يې مساپر دی او په دې پېریان راغلي دي. '

په ورځ کې به يې دوه ځلې همداسې چيغې تر خولې وتې، زورونه به يې کول او خوراک څښاک يې نه کول. موږ د پېښور د یوه روغتون د رواني(نفسیاتي) ناروغیو په څانګه کې بستري کړې وه او د هغې درملنه د سایکالوجیکل کونسلرې یا رواني مسایلو د مشاورې په حیث زما مسوولیت و.

څېره يې ښکلې وه، خو رنځ او غمونو يې اوس ښکلا پيکه کړې وه. اکثر به پټه خوله وه، لنډې خبري به يې کولې. تر څو چې خبرې و نه شي، ناروغي معلومول ګران وي او د همدې لپاره به مې کوښښ کاوه، خبرې ورسره وکړم.

خواښې يې ویل، دا څو مياشتې کېږي چې پيریان يې نیسي. خو ورسره سم يې په سترګو سترګو کې وخندل، چې ګواکې پيریان نه دي او هسې ټګي کوي. خواښې يې وايي:

''چې مېړه سره خبري کوي روغه جوړه وي، خو چې خبرې ختمې شي، پيریان پرې راشي. ''

څو ورځې وروسته چې خواښې او خسر يې نه وو، خبرې راسره يې پېل کړې.

ویل یې، 'مېړه مې له واده وروسته ۲۵ شپې راسره تېري کړې او دوبۍ ته لاړ. د مېړه له تګه وروسته چې لومړی ځل میاشتنۍ ښځینه عادت راباندې راغی خواښې او د کور نورو ښځو پېغورونه راکول پېل کړل 'ته څنګه ښځه يې، چې مېړه سره په ۲۵ ورځو کې هم مېندواره نه شوې. '

وايي: 'تر واده وروسته مې د خوښۍ همدغه ۲۵ شپې ورځې وې، چې مېړه مې له کوره ووت، زما ژوند بیا ژوند پاتې نه شو. '

هغه وايي:

''زما به تل له خپله مېړه یوازينی خواست هم دا و، چې مساپري پرېږده او کور ته راشه، همدلته کاروبار پېل کړه. ځکه چې دومره پېسې يې اوس لرلې، چې په کور کلي کې یې کاروبار پېل کړی وای او همدا خبره مې په خواښې او خسر ښه نه لګېده او په همدې يې راسره سمه ورانه شوه. ''

دې ښځې ته به 'الیکترو کنوولسیوتیراپي ' ورکول کېده، چې په عامه اصطلاح کې ورته 'برېښنايي ټکانونه ' وايي.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د رواني ناروغانو درملنه کېدای شي کلونه وخت وغواړي

دغه ډول درملنه له درېیو میاشتو نیولې بیا تر درېیو کلونو پورې وخت اخلي. خو دې ښځې ته يې یوازې څو اونۍ دغه درملنه ورکړه او بیا يې له روغتونه کور ته یووړه. خبره نه یم، چې ژوند به يې څنګه شوی وي؟؟؟

لاملونه يې څه دي؟

دا یوازينۍ پښتنه کلیواله ښځه نه ده، چې په روحي ناروغۍ اخته ده، بلکې زموږ په چم ګاونډ کې داسې ښځې که په هر کور کې نه وي، په هر دویم کور کې خو خامخا موندل کېدای شي.

په ټولنه کې ښځو ته واک او اختیار نه ورکول، د ټولنې یا کورنۍ فشار او هم د خپل زړه حال د اظهار کولو موقع نه لرل، هغه عوامل دي چې ډېری ښځې بیا دغه غوښتنې یا اظهار په 'پيریانو ' کې ښه په ډاډه خوله غوښتلی شي.

وايي پلانکۍ پيریانو ونیوله هغه بیا غوښتنه کوي 'ړندکو ته دا شای راوړی، ړندکو دا غواړي او ړندکو هلته بوځئ. '

ډېری وخت زموږ په ټولنه کې هغه نجونې چې د بلوغ وخت ته رسېږي، ذهني، جذباتي او بدني بدلونونه پکې راځي، نو دوی په دې بدلونو نه پوهېږي او نه ورسره زموږ په ټولنه کې څوک په دغو بدلونونو خبري کوي، چې همدا يې په یو نه یو ډول په ذهني ستونزو اخته کوي.

ځيني ارواپوهان په ماشومتوب کې هغه ناوړه پېښې هم د دې لامل بولي، چې هغه ماشوم یا ماشومه يې بیا هغه وخت له خپل مور پلار یا بل چا سره اظهار ونه کړي او دننه دننه هغه خوري. ځيني نور يې بیا په ماشومتوب کې جسماني تشدد یو لوی لامل بولي.

د انځور حقوق Getty Images

کورنۍ باید څه وکړي

هسې وايي، ډېر پخوا چې کله به کوم ناروغ یا ناروغي د ناروغۍ ډېر وخت وشو، نو هغوی ته به يې په سر کې ميخ ټک واهه او دا باور به يې و، چې په سر کې د مېخ له همدې سوري نه بد روحونه یا پېریان وځي او رنځور یا رنځوره ښه کېږي. دې ته به يې 'ایکسورسیزم ' وایو.

همدغه ایکسورسیزم اوس هم د پښتنو په لر او بر ځینو کورنیو کې د دغه ډول ناروغانو لپاره کارول کېږي او په یوه نه یوه شکل کې ناروغ یا ناروغه وهل کېږي، ترټل کېږي او یا يې په اور د بدن ځيني اندامونه سوځل کېږي.

په داسې ناروغیو کې په کار دا ده چې رنځور یوازې درملو ته پرې نه ښودل شي، بلکې 'فیملي کونسلینګ ' یا کورنی سلا مشورې هم په کار دي او په دې کې يې له خاونده نیولې بیا د کورنۍ تر هر غړي پورې باید مرسته وکړي.

داسې ناروغانو ته تر هر غړي زیات وخت ورکول په کار دي او داسې ټکي چې، دا لېونۍ ده يا پېریانۍ ده او یا روحي ناروغه ده، د هغې یا هغه په مخ کې بېخي باید ونه ویل شوي.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption په یوه انسان کې قوت څو چنده زیات شي، ښځه د نر، ماشوم یا د بلې ښځې په غږ خبري کولی شي.

په ذهني ناروغیو کې جسماني بدلونونه

په یوه انسان کې قوت څو چنده زیات شي، ښځه د نر، ماشوم یا د بلې ښځې په غږ خبري کولی شي.

د ځينو انسانانو سترګې غټې شي او سرې لکه له وینو ډکي شي.

دا بدلونونه چې په کومه ناروغي کې کېږي هغې ته په طب کې 'ملټيپل پرسناليټي ډیس ارډر ' ویل کېږي. اروا پوهان ددې ۹۵ سلنه لامل په ماشومتوب کې ذهني یا جسماني تشدد یادوي.