جماعت اسلامي: له تعليمي نصابه مو د پاچاخان نوم لیرې کړ

باچاخان د انځور حقوق FB
Image caption خان عبدالغفار خان د پښتنو له حقونو د دفاع له امله پېژندل شوې څېره ده.

‎ خيبر پښتونخوا کې د جماعت اسلامي پخوانى ايالتي مشر پروفیسور ابراهیم وايي، د تحریک انصاف په مشرۍ ايالتي حکومت له نصابه د هغو کسانو نومونه ايستلي چې دۀ "سیکولر" وبلل.

‎ښاغلي ابراهیم له اکسپرېس ټريبيون ورځپاڼې سره په مرکه کې ویلې، له تحريک انصاف سره په حکومت کې د جماعت اسلامي د ورگډېدو يو شرط همدا و چې د دۀ په وينا له نصابه به ټول هغه سیکولر توکې وباسي چې د نېشنل عوامي گوند حکومت له لوري په تعليمي نصاب کې ځاى کړل شوي وو.

‎د ښاغلي ابراهيم په وينا، عوامي نېشنل او پیپلز گونډونو له تعليمي نصابه د اسلامي شخصیتونو په تړاو شته مواد ليرې کړي او د خان عبدالغفار خان، راجا داهر او رنجیت سنګ په څېر د ځينو سیکولر څېرو په اړه څپرکي ور زيات کړي وو.

پښتونخواه کالم- سترې لوبې، کوچني لوبغاړي

"معلوله يم خو له چا کمه نه يم"

ویډیو پاکستان کې د امنیتي اندېښنو له امله زرګونه ښوونځي تړل شوي

‎پروفيسور ابراهيم زياتوي، د یوه هېواد تعلیمي نصاب د ولس په اخلاق جوړولو کې مهمه برخه لري. خان عبدالغفار خان د پښتنو سياسي مشر و چې پر هند د بريتانيا د نيواک پر وړاندې د خپلې مبارزې او د پښتنو له حقونو د دفاع له امله پېژندل شوې څېره ده.

عوامي نېشنل گوند لا په دې تړاو کوم غبرگون نه دى ښوولى.

اړونده مطالب

ورته مطالب