خیبر پښتونخوا حکومت ملا امامانو ته معاش ورکوي، جمعیت علمای اسلام یې مخالفت کړی

اعلی وزیر پروېز خټک پېښور کې د ایالتي وزیرانو غونډې ته ویلي، دغه پرېکړه د مذهبي جذبې او جوماتونو ملا امامانو اړتیاوو پوره کولو لپاره شوې. د انځور حقوق Getty Images
Image caption اعلی وزیر پروېز خټک پېښور کې د ایالتي وزیرانو غونډې ته ویلي، دغه پرېکړه د مذهبي جذبې او جوماتونو ملا امامانو اړتیاوو پوره کولو لپاره شوې.

خیبر پښتونخوا ایالتي حکومت د جوماتونو ملا امامانو لپاره میاشت کې ۱۰ زره روپۍ وظیفه ټاکلې. دغه پېسې به یوازې هغو پاکستاني ملا امامانو ته ورکول کېږي، چې تعلیمي سندونه ولري.

دغه راز به له پرېکړې سره سم پېسې یوازې هغو ملایانو ته ورکول کېږي، چې ثبت شویو دیني تعلیمي ادارو کې یې زده کړې کړې وي.

اعلی وزیر پروېز خټک پېښور کې د ایالتي وزیرانو غونډې ته ویلي، دغه پرېکړه د مذهبي جذبې او جوماتونو ملا امامانو اړتیاوو پوره کولو لپاره شوې. په ایالتي حکومت کې د واکمن تحریک انصاف ګوند اییتلافي ګوند جماعت اسلامي دغه پرېکړه ستایلې ده.

د دغه ګوند ویاند اسرارالله ویلي که څه هم ۱۰ زره روپۍ لږ دي، خو دا د ملا امامانو د مقام او حیثیت اعتراف دی او دوی یې هرکلی کوي.

د خیبر پښتونخوا پر یوې مدرسې د امریکا مالي بندیز

"د پاکستان دیني مدرسې دې وڅارل شي"

"پاکستان څو دیني مدرسې تړلې دي"

د مولانا سمیع الحق په مشرۍ جمعیت علمای اسلام ګوند هم دغه پرېکړه ستایلې، خو د مولانا فضل الرحمان په مشرۍ جمعیت علمای اسلام ګوند بیا خپلو پلوي ملا امامانو ته ویلي، چې دغه پېسې وانخلي.

د دغه ګوند ویاند جلیل جان بي بي سي ته ویلي 'ایالتي حکومت غواړي د ۱۰ زرو روپیو بدل کې ملا امامان خپل غلامان کړي:

''دوی غواړي ملا امامان په پېسو واخلي. دا خو د اسلام خدمت نه شو، د څلورمې درجې حکومتي کارکوونکي لومړنی معاش ۱۵ یا ۱۶ زره روپۍ ورکول کېږي، د ټاکنې لپاره یې سند ورکول کېږي، خو دوی ته نه پیسې ځانګړې شوې، نه یې کوم سند جاري کېږي، دا د حکومت پېسې نه دي، بلکې د این جي او ګانو پېسې دي. ''

کارپوهان وايي لومړی د مدرسو، بیا د جوماتونو رجستر کولو پلان او اوس ملا امامانو ته د وظیفې ورکول ښايي، د حکومت له لوري د سخت دریځۍ کابو کولو د پالیسۍ برخه وي.

دخيبر پښتونخوا حکومت د جماعتونو د امامانو لپاره دمياشتې په سر دلس زره روپو د وظيفې ورکولو منظورې ورکړې.

يوازې هغه امامان به ددغه پاليسې ګټې رسيږې چې سندونه ولرې. د مولانا فضل الرحمن په مشرې د مذهبې ګوند جمعيت علماې اسلام پرته نور مذهبې ګوندونو د صوباېې حکومت د دغې پاليسې هرکلې کړې. د پيښور نه