ځینې روهنګيا کډوال له رنځونو سره مخامخ دي
په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

ځینې روهنګيا کډوال له رنځونو سره مخامخ دي

د هغو روهنګيا کډوالو ترمنځ چې د ميانمار له رکاين ايالته بنګله دېش ته تښتېدلي، د دېفتېريا يا نفستنګۍ ۲ زره پېښې ثبت شوې دي. د روغتيا نړيوال سازمان وايي د دې ډېرې لېږدېدونکې تنفسي ناروغۍ له امله له وړاندې شل کسان مړه شوي، او دا وېره هم په زياتېږي، چې دا ناروغي اوس له ولکې په وتو ده.

د بريتانيا يوه بيړنۍ طبي ډله بنګله دېش ته استول کېږي، داسې حال کې چې له ميانمار سره پر پوله کوکس بازار کې هره ورځ د همدې ناروغۍ لسګونه نويو پېښور راپور ورکول کېږي.