مولانا صوفي محمد څوک دی؟

صوفي محمد هغه څوک دی، چې د خپل سپین ږیرتوب عمر ډېره برخه یې د خپل فکر او آندونو له کبله زندان کې تېره کړه. د انځور حقوق FILE PHOTO
Image caption صوفي محمد هغه څوک دی، چې د خپل سپین ږیرتوب عمر ډېره برخه یې د خپل فکر او آندونو له کبله زندان کې تېره کړه.

کله چې د سویلي پښتونخوا ډېره اسماعیل خان سیمې زندان ته د یوه (خاص) زنداني لیدو ته ورغلم، زندانمشر غوښتل د هغه دفتر کې ورسره ووینم، چې د برتانوي راج مهال رغول شوي زندان یوه برخه کې دی.

له لږ انتظار وروسته راته وویل شول، چې دغه دفتر کې د پاکستان موسس محمد علي جناح تصویر لګېدلی دی، ځکه زنداني نه غواړي دلته درسره وویني، بلکې یوه داسې کوټه کې درسره لیدل غواړي، چې تصویرونه پکې نه وي.

بلې کوټې ته ورغلم، چې د ټیټ رتبه مامورینو لپاره وه او هلته مې په لرګینه چوکۍ یو سړی ناست ولید، چې تور پټکی یې پر سر او سپین کالي یې اغوستي وو، همدا د سوات مولانا صوفي محمد و.

دا هغه سړی دی، چې د خپل سپین ږیرتوب عمر ډېره برخه یې د خپل فکر او آندونو له کبله زندان کې تېره کړه. که د نوموړې اوسنۍ اته کلنه سزا او له دې مخکې بېلا بېلو وختونو کې د نیول کېدو مودې یو ځای کړو، ښايي عمري بند سزا یې تېره کړې وي.

نوموړي ډېره اسماعیل خان زندان کې ځکه څو کلونه وخت ګاللی، چې نه یې غوښتل د انګریز قانون له مخې د خوشي کېدو غوښتنلیک ورکړي.

کله چې یې له ما سره خبرې کولې، غږ یې خورا ټیټ و او دا ځکه چې ۸۵ کلن صوفي محمد ناروغ دی او همدا ناروغي اوس د دې لامل شوې، چې نوموړی خوشی کېږي.

نوموړي د نفاذ شریعت محمدي په نامه له ۱۹۹۲ وروسته د شرعي قوانینو پلي کولو لپاره خوځښت پیل کړ. له دې مخکې له ۱۹۸۰ وروسته نوموړی د جماعت اسلامي ګوند فعال غړی و.

د صوفي محمد تحریک له ۱۹۹۴ کال وروسته ټول مالاکنډ سیمه کې له تاوتریخوالي ډکه بڼه غوره کړه او پلویانو یې د سوات سیدو شریف، پولیس مرکزونو او ځینو نورو دولتي ودانیو کنترول تر لاسه کړ.

د انځور حقوق AFP
Image caption ۲۰۰۲ کال کې د هغه مهال پاکستاني واکمن جنرال پروېز مشرف د نړیوال فشار له کبله د صوفي محمد تنظیم ترهګره ډله وبلله او بندیز یې پرې ولګاه.

حکومت یوه اونۍ وروسته وتوانېد دغه تاو تریخوالی له منځه یوسي، خو دې اخ وډب کې د امنیتي ځواکونو د یو شمېر کسانو په ګډون نژدې ۴۰ کسان وژل شوي وو.

کال وروسته نوموړی له خپلو ملګرو سره یو ځای په دې نامه د احتجاج لپاره لارو کوڅو ته ووت، چې ګواکې حکومت ورسره د شرعي قوانینو پلي کولو هوکړه نه ده عملي کړې.

د سپتمبر ۱۱ له پېښو وروسته پر ۲۰ د صوفي محمد تنظیم د سوات مینګوره کې یوه غونډه وکړه او اعلان یې وکړ، چې که امریکا پر افغانستان برید وکړي، دوی به یې د جګړې لپاره لښکر افغانستان ته ولېږي.

همداسې وشول او صوفي محمد له زرګونو پلویانو سره یو ځای د باجوړ له لارې افغانستان ته لاړ. دی خپله بېرته له افغانستانه ستون شو، خو سلګونه ملګري یې نه خو کورونو ته ستانه شول او نه یې تر اوسه برخلیک معلوم دی.

۲۰۰۱ کال کې نوموړی له افغانستانه د ستنېدو پر مهال کورمه سیمه کې ونیول شو. ۲۰۰۲ کال کې د هغه مهال پاکستاني واکمن جنرال پروېز مشرف د نړیوال فشار له کبله د صوفي محمد تنظیم ترهګره ډله وبلله او بندیز یې پرې ولګاه. داسې ګومان کېږي، چې د نوموړي پلویان وروسته د پاکستاني طالبانو ملګري شول.

بیا ۲۰۰۸ کال راورسېد، حکومت د زندان تمبو شاته پراته صوفي محمد ته د ژغورندوی په سترګه وکتل.

مولانا فضل الله څوک دی؟

ملا فضل الله له پاکستان سره د سولې خبرې رد کړې

د ملالې یوسفزۍ د یادښتونو څو بېلګې

له رسمي پروټوکول سره یې خوشی کړ او سوات ته ورسول شو. نه یوازې دا بلکې د عدل نظام پلي کولو غوښتنه یې هم څو ورځو کې ومنل شوه.

خو کله چې هېڅ ترې تر لاسه نه شول، نو صوفي محمد په ډرامايي انداز بې درکه شو او نژدې ملګری یې مولانا عالم او ویاند یې امیر عزت خان یوه (نښته) کې ووژل شول.

د انځور حقوق AFP
Image caption صوفي محمد وتوانېد پېښور ته ورسېږي او د ښار څنډو سیټي ټاون سیمه کې د کرایې یوه کور کې یې ژوند پیل کړ. کله چې بیا نوموړی له خپلو ملګرو سره غونډې پیلوي او پر ټلویزیونو لیدل کېږي، حکومت یې د ۲۰۰۹ کال جولای پر ۲۶ نیسي.

سره له دې چې په ګرځېدو راګرځېدو بندیز لګېدلی و، صوفي محمد وتوانېد پېښور ته ورسېږي او د ښار څنډو سیټي ټاون سیمه کې د کرایې یوه کور کې یې ژوند پیل کړ.

کله چې بیا نوموړی له خپلو ملګرو سره غونډې پیلوي او پر ټلویزیونو ولیدل شو، حکومت یې د ۲۰۰۹ کال جولای پر ۲۶ ونیو.

له هغه وروسته نوموړی بېلا بېلو زندانونو کې ساتل کېده. د صوفي محمد خلاف د ترهګرۍ ۱۳ قضیې ثبت شوې، چې ډېری یې د ۱۹۹۰ کلونو دي.

قانوني ماهرین وايي د دغو قضیو ډېری عیني شاهدان اوس نه شته، ځکه ډېرې دغه قضیې اوس یوازې پر کاغذونو پاتې دي.