د پښتونخوا هنرمندان ترهګرۍ نه، ټولنيزې کرکې ډير ځپلي

پښتونخوا د انځور حقوق .
Image caption د برېښنا پلار د نوموړې له واده سره مخالفت کړى و

په دې وروستيو کې په پېښور کې د يوې نڅا گرې وژنه، يو ځل بيا په خيبر پښتونخواه کې د هنرمندانو کړاوونو ته پام ور واړوۀ.

برېښنا او پلار يې د پېښور ښار په يکه توت سيمه کې ووژل شول. پر برېښنا مين يوهلک ور سره د واده هيله څرگنده کړې وه، خو د برېښنا پلار د دغه واده مخالفت کړى و، او همدا د دواړو د مرگ لامل شو.

د ځايې پوليسو يوۀ چارواکي بي بي سي ته تېره ورځ وويل، دغه هلک د برېښنا کورته په ريبارۍ ورغلې و خو هغه مهال يې پر پلار د چړو گوزارونه وکړل چې هغه د واده وړانديز رد کړ. دغه هلک وروسته برېښنا او بيا ځان وواژه. خو د برېښنا ورور بلال وايي خور ته يې د واده وړانديز نه و شوى او بريد گر د دۀ په وينا "اجرتي قاتل" و.

هغه له حکومته غوښتي چې پوليس دې دغې وژنې ته دې پوليس بل رنګ نه ورکوې، او کورنۍ سره يې بايد انصاف وشي.

د برېښنا وژنه لومړۍ قضيه نه ده، د پېښور سولې او کلتور څېړنيز مرکز (سنټر فار پيس انډ کلچرل سټډيز) د يوۀ رپوټ پر بنسټ په پښتونخواه کې له ۲۰۰۸م کاله تر ۲۰۱۴م پورې ۱۸ هنرمندان وژل شوي دي چې ۱۲ په کې ښځې اوپاتې نور نارينه وو.

ډېره يې دغه وژنې د ننگ په نامه شوي.

د انځور حقوق FB
Image caption د غزاله جاويد د وژنې تور د نوموړې پر پخواني مېړه پورې شو

دغو هنرمندانو کې د نوموتو سندرغاړو غزاله جاويد او اېمن اوداس نومونه هم راځي.

د غزاله جاويد د وژنې تور د نوموړې پر پخواني مېړه او د اغلې اوداس د وژنې بيا د هغې پر ورونو پورې شو.

د سولې او کلتور څېړنيز مرکز رپوټ وايي د ترهگرۍ د گواښ له امله هنرمندان اړ شول چې په سوات او پېښور کې له خپلو مرکزونو ووځي. سوات کې د بڼ او پېښور کې ډبګرې بازارونه وتړل شول او له ۶۰۰ زيات هنرمندان بې برخيلکه پاتې شول.

خو دغه هنروال وايي ترهګرۍ هغومره نه دي ځپلي څومره چې د ټولنې سپک نظر کړولي دي. د سولې او کلتور مرکز څېړنو ښوولې چې د هنروالو پر ضد د مذهبې مشرانو وينا په ټولنه کې د هغوى پر وړاندې کرکه پاروي او پر هغوى د بريدونو يو لامل هم همدا دى.

رپوټ وايي "پښتني ټولنه کې خلک سندره خوښوي خو بيا هنرمند ته په سپکه ګورې."

سوات کې د "بڼ" سيمې اوسيدونکې هنرمنه سعديه شاه بي بي سي پښتو ته په يوه مرکه کې وويل:

"ترهګري نه، خو ټولنه ورته عزت نه ورکوي او ورته په سپک نظر ګورې. د سندرغاړو ټولنه څه نا څه عزت کوي، خو نڅاگرو ته بيا ډېر په سپک نظر کتل کېږې او هم دغه وجه ده چې ټولنه کې ځورول کېږې."

د سعديه په وينا، تر ډېره هغو ودونو او يا محفلونو ته نه ورځي چې سمبالوونکي يې نه پېژني، ځکه ډارېږې چې څوک به ورته زيان واړوي.

ټولنه کې د سندرغاړو سربېره نورو پاړکيو ته هم په ټيټ نظر کتل کېږي، لکه ناييان، کولالان، نرښځيان او ځينې نور.

د انځور حقوق Khyber TV
Image caption ايمن اوداس ٢٠٠٩ م کال کې ووژل شوه

د هنرمنو د حقونو فعال شېرعالم شينوارې وايې:

"په ټولنه کې هنروالو ته د سپک نظر دوه دليلونه دي يو دا چې د سلگونو کلونو راهيسې هنرمندان په ټولنه کې د نورو پر مرستو پاېيدلي، خانانو او ملکانو ورته کورونه او ځمکې ورکړي نو دوى د پرديو نوکران بلل کېږي. بله دا چې مذهبې خلکو تل داسې تبليغ کړى چې گواکې موسيقي گناه ده."

د شېرعالم په باور، ښځه که هنرمنه ده او که نه، خو ټولنه کې ترډېره باور دا دى چې ښځه يا د کور ده او يا د ګور.

پاکستان: سلمانیانو ته ګواښنه، د مشتریانو ږېرې باید لنډې نه کړي

پښتونخوا ټاکنې: يوې ښځې هم رایه نه ده ورکړې

د ده په وينا "نارينه هنرمندان خو بيا هم څه نه څه ټولنه کې ځائ لرې، خو ښځينه هغه بيا نه منل کېږي."

شېرعالم وايي هغه څه چې هنرمندان ډېر ځپلي د ټولنې سپک نظر دى.

په خواشينۍ سره چې ښځينه هنرمندانو پر وړاندې توپيري چلند يوازې د پښتي ټولنې ځانگړنه نه ده، پنجاب، سېند، بلوچستان او نورو سيمو کې هم ورته په ډېره ښه سترگه نه کتل کېږي.

اړونده مطالب

ورته مطالب