پاکستاني طالبان: باج مو اخیستی او شوکې مو کړې

دغه کتاب کې تحریک له ۲۰۰۱ کاله د ۲۰۱۷ کال تر دسمبر پورې د خپل تاریخ لیکلو هڅه کړې. د انځور حقوق TTP
Image caption دغه کتاب کې تحریک له ۲۰۰۱ کاله د ۲۰۱۷ کال تر دسمبر پورې د خپل تاریخ لیکلو هڅه کړې.

پاکستاني طالبانو لومړی ځل اعتراف کړی، چې د دوی ځینو ډلو پخوا د خپلو لګښتونو لپاره د تحریک په نامه باج اخیستی، شوکې یې کړې او ان د پېسو لپاره یې وژنو کې لاس درلود.

تحریک پاکستان طالبان یو ۹۶۰ پاڼې کتاب خپور کړی، چې 'انقلاب محسود، ساوت وزیرستان-فرنګي راج سې امریکي سامراج تک ' نوم یې ورکړی دی.

دغه کتاب کې تحریک له ۲۰۰۱ کاله د ۲۰۱۷ کال تر دسمبر پورې د خپل تاریخ لیکلو هڅه کړې.

د کتاب لیکوال مفتي نور مسېد دی چې د ابو منصور عاصم په نامه هم پېژندل کېږي.

لیکوال ادعا کوي، چې د کتاب هدف د ماضي له تېروتنو زده کړه کول او راتلونکي کې یې له تکرارولو ډډه کول دی.

یو بل هدف یې وايي، د تاریخ لیکونکو، شنونکو او څېړونکو (اصلاح) ده.

پاکستاني طالبانو دغه کتاب کې د خپل عاید په تړاو ویلي، چې د حکومتي کسانو تښتولو تر څنګ یې ۲۰۰۷ کال کې د پوځ یو کاروان له وسلو او ګاډو سره وتښتاوه او ادعا کوي، چې له حکومت سره د یوې هوکړې له مخې د ۶۰ میلیونو پاکستاني روپیو بدل کې یې هغه کاروان بېرته حکومت ته وسپاره.

طالبانو تر څو میاشتو پورې هغه پوځیان یرغمل کړي وو او له خبرو وروسته یې خوشي کړي وو.

هغه مهال د تجهیزاتو بېرته ورکړې په اړه هېڅ یادونه نه وه شوې.

په دې اړه له پوځ نه پوښتنه وشوه، خو کوم ځواب یې نه دی ورکړی.

د طالبانو هغه مهال مشر حکیم الله مسېد بي بي سي ته له یو شمېر هغو یرغمل پوځیانو سره د لیدو اجازه ورکړې وه.

دغه کتاب کې لومړی ځل طالبانو منلي چې د پاکستان پر پخوانۍ لومړۍ وزیرې بینظیر بوټو په کراچۍ کارساز او راولپنډۍ سیمو کې دوی بریدونه کړي وو. له دې مخکې طالبانو د دغو بریدونو له منلو ډډه کوله.

پاکستان کې د سخت دریځو ډلو مالي سرچینو په اړه تل تاوده بحثونه کېږي. که څه هم حکومت کوم څرګند ثبوتونه نه وړاندې کوي، خو ادعا کوي، چې نور هېوادونه او په ځانګړي ډول هند وسله والو ته پاکستان کې د ګډوډۍ رامنځته کولو لپاره پېسې ورکوي.

مفتي نور مسېد په دغه کتاب کې وايي، چې له ۲۰۰۳ کال نه تر ۲۰۱۶ کاله پورې طالبانو او په ځانګړې توګه مسېد ډلې له هېڅ یوه مسلمان یا نا مسلمان هېواده هېڅ مالي مرسته نه ده موندلې، خو نوموړی مني چې یو شمېر ډلو د ۲۰۱۵ کال له وروستیو راهیسې دغه چاره پیل کړې.

د کتاب لیکوال همدغه چاره په تحریک کې د درز یا بېلتون سبب بولي.

که څه هم په ظاهره دا د منلو خبره نه ښکاري، خو د کتاب لیکوال ادعا کوي، چې پاکستان کې د پوځ پر ضد استعمال شوې ټوله وسله هغه ده، چې شوروي پوځ افغانستان کې پرې ایښې وه.

دغه ادعاوې خپلواکو سرچینو نه دي تایید کړې.

کتاب کې دا هم ویل شوي، چې د کراچۍ بندر له لارې د امریکا او ناټو پوځیانو لپاره لېږدونکې وسله د لارې اوږدو کې چور شوې، چې اوس د قبایلي سیمو بازارونو کې پلورل کېږي.

دغه کتاب چې د مرستیال امیر خالد مسېد په ملاتړ خپور شوی مني چې د پاکستانیانو او بهرنیانو له تښتولو وروسته د خوشي کولو بدل کې پېسې اخیستل کېدې. هغسې چې فکر کېږي، کتاب کې له دې انکار شوی، چې ګواکې وسله والو ته میاشتنۍ تنخوا ورکول کېږي، خو کتاب کې ویل شوي، چې له دوی بېل شوې ډله جماعت الاحرار خپلو وسله والو ته تنخواه ورکوي.

کتاب کې د نشه یې موادو یا قاچاق له لارې د کوم عاید تر لاسه کولو هېڅ یادونه نه ده شوې.

د طالبانو مالي سرچینو له یادېدو سره د ۲۰۰۶ يوه پېښه رایاده شوه. هغه مهال چې بیت الله مسېد د تحریک مشر و، زه یې له مرستیال حکیم الله مسېد سره د میران شاه له بازاره یوه ګاډي کې تېرېدم. یو سړی ګاډي ته نژدې راغی او یوه پلاستیکي کڅوړه یې د حکیم الله غېږ کې کېښوده.

سړی تېر شو او حکیم الله هغه کڅوړه ماته راښکاره کړ، چې د ده په خبره ۵۰۰ زره روپۍ پکې ایښې وې.

هغه راته ویل:

''ګورئ الله تعالی څنګه له موږ سره مرسته کوي. زه نه پوهېږم دا سړی څوک و، خو موږ ته یې پېسې راکړې) وروسته بیت الله د هغو پېسو بدل کې یو فور بای فور ګاډی واخیست او نورې پېسې یې د اداي چارو لپاره ځانګړې کړې. ''

دا لومړی ځل دی، چې د تحریک دننه څوک دا ډول لیکنه کوي او د خپلو نیمګړتیاوو یادونې تر څنګ پر خپل سیسټم غږېدلي وي.