نقیب الله مسید پولیسو سره 'جعلي' مقابله کې وژل شوی

د کراچۍ ملیر سیمې یوه پولیس افسر راو انوار ادعا کړې وه، چې نقیب مسید د وسله والو طالبانو ډلې غړی و او د همدې ښار شاه لطیف ټاون سیمه کې له پولیسو سره مخامخ ډزو کې وژل شوی دی. د انځور حقوق TWITTER
Image caption د کراچۍ ملیر سیمې یوه پولیس افسر راو انوار ادعا کړې وه، چې نقیب مسید د وسله والو طالبانو ډلې غړی و او د همدې ښار شاه لطیف ټاون سیمه کې له پولیسو سره مخامخ ډزو کې وژل شوی دی.

کراچۍ کې د وژل شوي وزیرستاني ځوان نقیب الله مسید قضیې څېړونکې کمېټې مشر افسر ثناالله عباسي وايي، نقیب مسید له پولیسو سره (جعلي) متقابلو ډزو کې وژل شوی دی.

کراچۍ کې د بي بي سي خبریال ریاض سهیل وایي، ښاغلي عباسي کراچۍ کې د مسید قوم جرګې ته دغه څرګندونې کړې.

له دې مخکې د کراچۍ ملیر سیمې یوه پولیس افسر راو انوار ادعا کړې وه، چې نقیب مسید د وسله والو طالبانو ډلې غړی و او د همدې ښار شاه لطیف ټاون سیمه کې له پولیسو سره مخامخ ډزو کې وژل شوی دی.

د نقیب مسید خپلوانو او ملګرو د پولیسو دغه ادعا رد کړې وه او ویل یې چې نقیب یوې کارخانې کې مزدوري کوله او ماډلینګ شوق یې کاوه. له هغه وروسته د سند ایالتي حکومت په امر د پېښې څېړنې لپاره د ثناالله عباسي په مشرتابه یوه کمېټه جوړه شوه.

'پولیسو سره ډزو کې' د نقیب الله مسېد وژل کېدو پېښې څېړنې امر

نقیب مسید وژل کېدو قضیه: پولیس افسر راو انوار له دندې ګوښه شوی

د همدغې کمېټې په سپارښتنه پولیس افسر راو انوار دنده وځنډول شوه، د سې شنبې پر ورځ پلازمېنه اسلام اباد کې دبۍ ته له تلو راوګرځول شو او د پاکستان سترې محکمې د جنورۍ پر ۲۷ د سپیناوي لپاره غوښتی دی.

د انځور حقوق EPA
Image caption د سې شنبې پر ورځ پولیس افسر نقیب الله مسید بهر ته له تلو ګرځول شوی دی

د نقیب الله مسید له وژل کېدو وروسته چارواکو پر نوموړي افسر له هېواده د وتلو بندیز ولګاوه.

کراچۍ کې له دې مخکې هم داسې شکایتونه شوي، چې ګواکې یو شمېر کسان بې محاکمې وژل شوي دي.

د پاکستان بشري حقونو کمېسیون رپوټ کې ویل شوي، چې تېر کال د پولیسو او نورو امنیتي ځواکونو له لاسه ۱۴۶ کسانو وژل شوی، چې د ۱۴۰ په تړاو ادعا شوي، چې مخامخ ډزو کې وژل شوي دي.

اړونده مطالب