مردان کې یوه هنرمنده په ډزو وژل شوې

سنبل د انځور حقوق FB

مردان کې ځايي پولیسو ویلي پر دغې هنرمندې چې سنبل نومېده او سټیج ډرامو او ویډيويي فلمونو کې یې تمثیل کاوه، خپل کور کې برید شوی دی. رپوټونو کې ویل شوي درې کسان د سنبل کور ته ورغلي، له هغې یې یوه محفل ته د ورتګ غوښتنه کړې او د هغې له انکار وروسته یې پرې ډزې کړې دي.

د ځايي پولیسو په وینا د ډزو پایله کې ممثله ځای پر ځای وژل شوې ده. ځینې ناتایید شویو رپوټو کې دا هم ویل شوي، چې یو بریدګر مخکې پولیسو ادارې کې دنده درلوده.

د پښتونخوا هنرمندان ترهګرۍ نه، ټولنيزې کرکې ډير ځپلي

پېښور پوهنتون کې د محصلې پر نڅا نیوکې

مردان پولیسو پېښه تایید کړې او وايي د مشکوکو وژونکو لټون یې پیل کړی دی. له دې مخکې پېښور کې د يوې نڅا گرې له وژل کېدو وروسته يو ځل بيا په خيبر پښتونخواه کې هغو خطرونو ته پام واوښت، چې ځايي هنرمندان ورسره مخامخ دي.

د انځور حقوق .
Image caption د برېښنا پلار د نوموړې له واده سره مخالفت کړى و

برېښنا او پلار يې د روان کال لومړیو کې د پېښور ښار په يکه توت سيمه کې ووژل شول.

پر هغې وژل شوې نڅاګرې چې برېشنا نومېده يو زلمي میین و او ویل کېږي ور سره یې د واده کولو هيله څرگنده کړې وه، خو د برېښنا پلار د واده مخالفت کړى و، او له هغه وروسته هغه زلمي لومړی برېښنا وژلې وه او وروسته یې ځان هم وژلی و.

اړونده مطالب