پښتونخوا: بې وزله ماشومان اوس خصوصي ښوونځیو ته ځي

پښتونخوا
Image caption د دې ماشومانو د زدکړې لګښت اوس د حکومت پر غاړه دی.

د خیبر پښتونخوا ایالتي حکومت درې کاله وړاندې پر یوه داسې پلان کار پیل کړ چې له مخې یې لسګونه زره هغه ماشومان چې بې وزله دي او یا یې هم په سیمه کې دولتي ښوونځي نشته، اوس کولی شي په خصوصي ښوونځیو کې زدکړې وکړي.

د "واوچر سکیم" په نامه له دې پروژې تر دې دمه ګڼ شمېر بې وزله کورنیو ګټه پورته کړې. عمران الله یې یوه ښه بېلګه ده.

دی په بېښور کې اوسي، ۳۳ کلن دی او په دغه ښار کې رنګسازي کوي او د کور لګښت پرې پوره کوي.

څو کاله مخکې يې خپلې دوه لوڼې کور سره څيرمه پر مدرسه کې داخلې کړې ځکه د ښونځيو د فیس وس يې نه درلود.

نوموړي بي بي سي ته وويل چې د غریبې کورنۍ دی او له تېرو شا خوا ۱۵و کالو نه رنګسازي کوي.

"څه مودې لپاره مې دوه لوڼې په خصوصي ښونځي کې داخلې کړې وې. خو د فيسونو وس مې نه ورلود او ډيره غټه ستونزه وه راته".

د لومړنیو زده کړو په اړه د خیبر پښتونخوا د ایالتي حکومت د هغه رپوټ له مخې چې په ۲۰۱۷م کال کې خپور شوی، دا مهال په ټول ايالت کې د ۵ کالو نه تر ۱۶ عمر لرونکي څه باندې یو نیم ميلونه ماشومان له زدکړو بې برخې دي ، چې دا د خیبر پښتونخوا د ماشومانو د ټول نفوس ۲۰ سلنه جوړوي.

په دې ډله کې ۶۷ سلنه نجونې دي چې د بيلا بيلو ستونزو له کبله ښوونځيو ته نشي تللی.

Image caption له ښوونځیو د بې برخې ماشومانو لویه برخه نجونې دي.

د یاد رپورټ تر مخه، په دې ماشومانو کې ۲۴ سلنه هغه دي چې مور او پلار یې د بې وزلۍ له کبله پرې زدکړې نشي کولی.

د خیبر پښتونخوا حکومت د دې ستونزې د هوارولو لپاره په ۲۰۱۵ کال کې يوه پروژه پيل کړې وه. موخه یې دا وه چې ښوونځیو ته د بې وزله ماشومانو د لېږلو چاره اسانه کړي. تر دې دمه ښايې زرګونو ماشومانو له دې پروژې ګټه پورته کړې وي.

د دې پروژې خیر عمران الله ته هم ور رسېدلی. دی وایي اوس یې خپلې دوه لوڼې، یوه ورېره او یوه خورځه د همدې پروژې له برکته په خصوصي ښوونځي کې شاملې کړي دي. نوموړی زیاتوي:

"اوس راباندې بوج ډير کم شوی او خوشهاله يم چې بچې مې په ښه ښوو نځي کې زدکړې تر لاسه کوې او غواړم لوڼې مې لوړې زدکړې پاې ته ورسوې".

د "واؤچر سکيم" په نامه دغه پروژه چې د يوې غير دولتي موسسې په مرسته پيل شوې تر اوسه یې څه باندې۶۰ زره ماشومانو سره مرسته کړې او په ښوونځيو کې يې کينولې. د دې ماشومانو د زدکړې ټول لګښت حکومت په غاړه اخیستی.

د یادې پروژې يوه چارواکي احمد شيخ له بي بي سي سره په خبرو کې وويل چې له ښوونخي او زدکړو د بې برخې ماشومانو د کتابونو، فیس او جامو پیسې حکومت له خپلې ځانګړې بودجې ورکوي.

هغه وايي: "د پروژې له پيل کيدو نه تر جون ۲۰۱۷م پورې څه باندې ۶۰ زره ماشومانو ته دغه 'واؤچر' ورکړی شوی چې څه باندې ۳۰ زره ورکې نجونې دي او په ښونځيو کې داخل کړی شوي چې اوس يې زدکړې روانې دي".

Image caption د پښتونخوا په یو شمېر سیمو کې دولتي ښوونځي نشته.

ښاغلی شېخ وایي چې دغه مرسته هغو ماشومانو ته ورکول کيږې چې په سیمه کې یې دولتي ښوونځي نشته. د نوموړي په وینا، دا مهال د خیبر پښتونخوا په ۶ ولسوالیو کې ماشومان له دې پروژې ګټه پورته کوي.

هغه زياته کړه چې یاده پروژه له دې کبله هم بریالۍ ده چې په ځینو سیمو کې د دولتي ښوونځیو لپاره ودانۍ جوړول خورا ډېر وخت غواړي. ځکه نو دوی له خصوصي ښوونځيو سره یو تړون لاس ليک کړی چې د خپلې سیمې بې وزله ماشومانو ته ځای ورکړي، او لګښټ به یې حکومت پر غاړه اخلي. ښاغلی احمد وایي، د یوې سروې له مخې په خیبر پښتونخوا کې ډېری ماشومان، او په ځانګړي توګه نجونې، د ښوونځي د لېرې والي له کبله له زدکړو بې برخې دي.

"تر اوسه په ۶۰ زرو کې څه باندې ۴۰ زره ماشومان موږ داخل کړی او اراده لرو چې دغه پروژه د ايالت ټولو ضلعو ته وغځوو او د دې لپاره حکومت کوټلي ګامونه هم پورته کړي".

د دغه واؤچر سکيم له لارې چې کوم ماشومان په ښوونځیو کې داخلېږي، هغوی ته مياشتینۍ وظيفه هم ورکول کيږې. په دې حساب د لومړنۍ کچې موشومانو ته ۵۰۰ کلدارې، د منځنۍ هغې ته ۶۰۰ او د لوړې کچې ماشومانو ته ۸۰۰ کلدارې ورکول کيږې.

د احمد شيخ په وينا، حکومت د دغې پروژې لپاره څه باندي ۸ ملیارده روپۍ بودیجه بېله کړې او موخه يې دا ده چې تر ۲۰۲۱ میلادي کاله پورې څه باندې ۱۱۵۰۰۰ هغه موشومان ښونځيو ته واستوي چې اوسمهال له زدکړو بې برخې دي.