د مشال خان له پلار اقبال خان سره ځانګړې مرکه
په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

د مشال خان له پلار اقبال خان سره ځانګړې مرکه

په پښتونخوا کې د وژل شوي محصل مشال خان پلار وایي که قاتلانو ته يې سزا ورنه کړ شي، د پاکستان نوم به په ټوله نړۍ کي بد شي.

مشال خان لس میاشتې مخکي اسلام ته د سپکاوړي په تور د یوې پارېدلې ډ‌لې له خوا د مردان په عبدالولي خان پوهنتون کې دننه ووژل شو.

د هغه پلار محمد اقبال خان وایي د زوی وژونکو ته به یې سزا نورو ته هم عبرت شي چې پر چا ناسم تور ونه لګوي.

زموږ همکار داود اعظمي له ښاغلي اقبال خان سره چې په لندن کې د بي بي سي ودانۍ ته راغلی و، ځانګړې مرکه کړې. لومړی يې د ځوانيمرګ زوی د زغم په اړه پوښتلی دی.

اړونده مطالب