پر څلور کلنې ماشومې د جنسي تېري مشکوک کس ډي این اې ورته ده

حکومت پنجاب ټویټ د انځور حقوق Twitter

د پاکستان پنجاب ایالت حکومتي چارواکي وایي، د مردان د څلور کلنې ماشومې اسما د وژنې او څېړنو په قضیه کې پرمختګ شوی دی.

د دوی په وینا، د خیبر پښتونخوا پولیسو دوی ته د ډي اېن اې د معایناتو ځینې بېلګې ورکړې وې.

په دوی کې د یوه تن د ډی اېن اې له هغو بېلګو سره سر خوري چې د وژل شوې ماشومې اسما پر بدن موندل شوي.

د پنجاب ایالتي حکومت پر خپله رسمي ټوېټر پاڼه لیکلي:

''پر اسما د جنسي تېري او وژنې په قضیه کې د ډي اېن اې ترلاسه شوې بېلګې سره سر خوري ''

په ټویټ کې راغلي چې د تورن کس نوم د اوس لپاره پټ ساتل کېږي، او د پنجاب ایالتي حکومت په دې لړ کې د خیبر پښتونخوا له حکومت سره په اړیکه کې دی.

مردان کې یوه هنرمنده په ډزو وژل شوې

مردان کې څلور کلنه نجلۍ له جنسي تېري وروسته وژل شوې

په یوه بل ټویټ کې ویل شوي چې د پنجاب چارواکو په دې قضیه کې د ۱۴۰ کسانو د ډې این اې معاینات ترسره کړي، او هغه کسان چې ماشومانو سره زور زیاتی کوي داسې سزا به ورکول کېږي چې د نورو لپاره د عبرت بېلګه وګرځي.

د خیبرپښتونخوا د پولیسو د مشر دفتر بي بي سي ته ویلي چې د پنجاب حکومت رپوټ دوی ته ور رسېدلی. د پولیسو چارواکي زیاتوي چې تورنو کسانو د نیولو لپاره اوس په مردان سیمه کې د پولیسو چاپې پیل شوې دي.

د دوی په وینا د هغو کسانو کلکه څارونه روانه ده چې پر ماشومې اسما د جنسي تېري او د هغې د وژنې په قضیه کې مشکوک بلل شوي وو.

د مران د ګجر ګړۍ سیمې اوسېدونکې څلور کلنه اسما د جنورۍ په دویمه اوونۍ کې تښتول شوې وه او مړی یې وروسته په پټیو کې موندل شوی و.

د انځور حقوق Twitter

د عدلي طب له معایناتو وروسته جوته شوې وه چې پر نوموړې جنسي تېری شوی دی. د خیبر بښتونخوا حکومت په دې لړ کې د پنجاب د عدلي طلب له لابراتوره مرسته غوښتې وه.

د پاکستان سترې محکمې پر حکومتي چارواکو غږ کړی چې په دې قضیه کې خپلې پلټنې ژر تر ژره بشپړې کړي او خپل رپوټ محکمې ته وړاندې کړي.

په دې لړ کې د سترې محکمې راتلونکې ناسته د فبرورۍ میاشتې پر ۲۱مه نېټه ترسره کېږي.

اړونده مطالب

ورته مطالب