د خان عبدالغفار خان دېرشم تلين

د خان عبدالغفار خان دېرشم تلين

د عدم تشدد يا نه تاوتريخوالي فلسفې د سرلاري او پښتون مشر خان عبدالغفار خان د دېرشم تلين په پلمه د هغه د فکر غوړېدو لپاره ننګرهار کې ځانګړې اونۍ بېله شوې وه. د پښتونخوا د ګڼو علمي څېرو په ګډون ټولو شويو خلکو په غونډو، ویناوو او ناستو کې د باچاخان د فکر پالل د اوس وخت لویه اړتيا وګڼله. روانو حالاتو ته په کتو غوښتنه دا وه چې د باچاخان افکارو ته دې په ښوونځیو او پوهنتونونو کې د ښوونې زمينه برابره شي. زموږ همکار ذبیح الله رحيمزی پرې رپوټ لري: