د مشال دوسیه؛ یو تورن په مرګ او ۵ نور په عمر بند محکوم شول

د انځور حقوق AFP
Image caption د مشال خان له وژنې وروسته د نوموړي په ملاتړ لاریونونه وشول.

د پښتونخوا مردان ولسوالۍ کې د عبدالولي خان پوهنتون د وژل شوي زدکوونکي مشال خان د دوسیې په هکله د هریپور د ترهګرۍ ضد محکمه خپله پرېکړه اوروي.

د مشال خان یوه وژونکي عمران علي ته د مرګ سزا واورول شوه او په نغده جریمه محکوم شو.

* له وژل کېدو لږ مخکې د مشال خان زارۍ

* د مشال خان پلار: ټوله نړۍ د عدم تشدد تګلارې ته اړتیا لري

د نوموړي په وژنه نور پنځه تورن کسان بلال بخش، فضل رازق، مجیب الله، اشفاق خان او مدثر بشیر ته ټول عمر سزا واورول شوه او نغده جریمه به هم و رکوي.

۲۵ تورن کسان په څلور کاله بند محکوم او ۲۶ نور بري شول.

دواړه لوري څه وايي؟

د انځور حقوق .
Image caption د مشال خان پلار وايي، انصاف ور سره نه دی شو.

د مشال خان ورور ایمل خان وايي، د محکمې د دې پرېکړې په هکله له خپلو وکیلانو سره اړیکه نیسي، چې وګوري څومره دا پرېکړه په ځای ده.

خو د مشال خان پلار اقبال خان- چې دا مهال لندن کې دی- بي بي سي ته وویل، داسې ښکاري چې محکمې له دوی سره انصاف ونه کړ.

له بلې خوا د مشال په قضیه کې په ۵۷ کې د لسو تورنو کسانو وکيل افتخار مايار بي بي سي سره خبرو کې وويل چې له عدالت يې د انصاف هيله وه خو هغه ونشوه او "بې ثبوته" يې تورنو ته د سزا پريکړه واروله:

"ډير ژر به د دغې پرېکړې پر ضد د پېښور سترې محکمي ته اپيل وکړم چې دغه سزا بيرته واخیستل شي ځکه د دغو تورنو کسانو پرضد ثبوتونه نشته"۔

Image caption عمران علي په اعدام محکوم شو.

له هریپور جېل بهر ډېر رسنوال ټول شوي او د محکمې پرېکړه رپوټوي.

په سیمه کې امنیتي تدبیرونه نور هم زیات شوي دي.

د بي بي سي خبریال عزیزالله وايي، د زندان شاوخوا درې سوه سرتېري ګومارل شوي او د بند د لویې دروازې مخته پوځیانو پوسته هم جوړه کړې ده.

هریپور ښار ته په تلللو لارو ټولي ټولي پولیس ولاړ دی.

د مشال خان په ملاتړ لاریون

Image caption د مشال خان د پلار له کور سره هم پولیسو امنیت نیولی دی.

پېښور کې د بي بي سي خبریال اظهارالله وايي، صوابۍ کې د مشال خان له پلرني کور سره هم پولیسو امنیت ټینګ کړی دی.

د مشال خان د کور شاوخوا هم رسنول ټول شوي دي.

اظهارالله زیاتوي، چې په صوابۍ کې د مشال خان په حق کې لاریون وشو.

"لاریونوالو د هغه په حق کې نارې وهلې. لاریون د جنرل بس سټین‌‌‌‌‌‌ډ نه تر امن چوک پورې لاړ چې ګڼ شمېر سیاسي او د انساني حقونو فعالانو پکې ګډون درلود".

په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.
د مشال خان له پلار اقبال خان سره ځانګړې مرکه

د عوامي نېشنل ګوند یوه مشره وايي، نن د پاکستان عدالتي نظام ازمویل کېږي.

د بشرا ګوهر په خبره، که د مشال خان وژونکو ته مثالي سزا ور نه کړل شي، نو دا به د دې نظام ناکامي وي.

د مشال خان پلار څه غواړي؟

د ۲۰۱۷ کال د اپرېل پر ۱۷ د پښتونخوا مردان کې د عبدالولي خان پوهنتون ځینې زدکوونکو دین ته د سپکاوي په تورن مشال خان په زور زیاتي سره وواژه.

پولیسو او استخباراتي ادارو له پلټنو وروسته وویل، چې مشال خان دین ته د سپکاوي کومه خبره نه وه کړې.

د پاکستان د تحریک انصاف ګوند مشر عمران خان هم وايي، چې وژونکو دین ته سپکاوی د مشال خان د وژلو لپاره پلمه کړ.

د مشال خان پلار اقبال خان تېره یکشنبه بي بي سي ته وویل، وژونکو ته سزا به د نورو لپاره عبرت شي چې بیا پر چا ناسم تور ونه لګوي او بیا څوک ونه وژني.

"که دې خلکو ته سزا ور کړل شي، نو انصاف به پیل شي او هغه کسان چې دا ډول کارونه کوي وبه پوهېږي چې سزا شته".

نوموړی وايي، که تورن کسان سزا شي که نه شي، مشال نه ژوندی کېږي:

"خو که تورنو کسانو ته سزا ور کړل شي، په لکونو مشالونه به وژغورل شي".

د تورنو کسانو خپلوان

ر
Image caption د تورنو کسانو خپلوان.

د نوموړي د وژنې په تور ۷۵ کسان تورن شوي چې ډېری یې د عبدالولي خان پوهنتون دی.

په دوی کې ځینې کارکوونکي هم دي.

د دوی وکیلان وايي، چې درې څلور تورن تراوسه نه دي نیول شوي.

محکمې د چهارشنبې ورځې پرېکړه کې دا څلور تورن کسان فراري اعلان کړل او د دوی د نیولو او محکمې ته د سپارلو امر یې وکړ.

په دوی کې عارف د مشال خان د وژنې دوسیه کې اصلي تورن بلل شوی دی.

د مشال خان ورور ایمل خان هم له حکومت غواړي چې نور تورن کسان هم ونیسي.

د تورنو کسانو میندې پلرونه او خپلوان له جېل بهر منتظر وو او زندان ته د ننوتلو اجازه ور نه کړل شوه.

د مشال باچاخاني فکر

Image caption محکمه به پر دغه سپینه تخته خپله پرېکړه لګوي.

د مشال خان پلار وايي، زوی یې له ماشومتوب د رحمان بابا کلام لوست.

صوفي او خاموش انسان و. له کتاب او علم سره یې ډېره مینه وه.

اقبال خان وايي، مشال خان به له ماشومتوب قران تلاوت کاوه او چې د پوهنتون محصل و بیا یې هم تلاوت کاوه.

"رپوټونه ثابته کړه چې مشال خان د دې لپاره ووژل شو چې د پوهنتون د اداري او مالي فساد پرضد خبرې کولې".

نوموړی وايي، مشال خان د باچا خان د عدم تشدد او د ایدي بابا له فکر اغېزمن و.

د انځور حقوق .
Image caption د مشال خان پلار وايي، قضايي ادارې باید په عدالت ولاړه پرېکړه وکړي.

ورته مطالب