مردان: د څلور کلنې ماشومې اسما وژنې په تور ۱۵ کلن هلک نیول شوی

پولیس وايي، تر څو ورځو پورې له دوی سره لټون کې شامل وو او ګنو کروندې ته هم ورسره تللی و. د انځور حقوق KPK POLICE
Image caption پولیس وايي، تر څو ورځو پورې له دوی سره لټون کې شامل وو او ګنو کروندې ته هم ورسره تللی و.

د خیبر پښتونخوا ایالت مردان سیمې پولیس وايي، پر څلور کلنې ماشومې اسما یې د جنسي تېري او وژنې په تړاو یو کس نیولی دی. د مردان پولیسو یوه افسر عالم شینواري د چارشنبې پر ورځ خبریالانو ته وویل، نیول شوی هلک ۱۵ کلن دی او د وژل شوې ماشومې اسما خپلوان دی، چې د هغې کور ته نژدې اوسېده.

پولیس وايي، نیول شوي هلک په یوه رستوران کې د ورځني مزد بدل کې دنده درلوده او د پېښې پر ورځ نوکرۍ ته نه دی تللی. پولیس وايي ماشومه د کور څنګ ته یوه دکان مخې ته یوازې ولاړه وه، هلک د ګنو پټي ته په زور بیولې، کله چې هلک غوښتل پرې تېری وکړي، نجلۍ چیغه کړه، هلک ډار شوی او نجلۍ یې وژلې ده.

پر څلور کلنې ماشومې د جنسي تېري مشکوک کس ډي این اې ورته ده

مردان کې څلور کلنه نجلۍ له جنسي تېري وروسته وژل شوې

څلور یا پینځه دقیقې وروسته چې نجلۍ ساه ورکړې او هلک له هغه ځایه تښتېدلی.

پولیس وايي، تر څو ورځو پورې له دوی سره لټون کې شامل وو او ګنو کروندې ته هم ورسره تللی و. د پولیس په وینا د مشکوک هلک ډي این اې بېلګه د وژل شوې ماشومې د وینې له هغه څاڅکي سره ورته والی درلود، چې پولیسو کرونده کې پر یوه پاڼه موندلې وه.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption پاکستان کې پر ماشومو نجونو د جنسي تېري او وژنو پېښو ته اندېښنې ډېرې شوې دي

پولیس وايي، هلک خپل یوه ملګري ته د ماشومې وژلو کیسه تېره کړې، خو له پولیسو خبره پټه کړې وه.

د سې شنبې پر ورځ پنجاب ایالت کې ځايي چارواکو وویل، چې د خیبر پښتونخوا پولیسو له لوري ډي این اي بېلګې د معایناتو لپاره ورکړل شوې وې او له دې نه یوه بېلګه ورته والی لري. د معایناتو له رپوټه وروسته پولیسو د وژل شوې ماشومې دوه خپلوان ونیول.

د مردان ګجر ګړۍ اوسېدونکې څلور کلنه اسما د جنورۍ پر دویمه بې درکه شوه او وروسته یې مړی له کروندې وموندل شو.