د سوات هغه مور چې درې زامن يې وژل شوي، یو يې تری تم دی

په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.
اسلام اباد کې د پښتنو لاريون

د سوات شوکت علي او حیدر علي هغه ځوانان وو، چې درې کاله وړاندې د کراچۍ پولیسو په یوې مقابلې کې ووژل. محمد اسحاق هغه زلمی و، چې د پاکستان امنيتي اورګانونو په ۲۰۰۹ کال کې په مټه کې له کوره وړی او په ډزو يې وژلی و.

زکریا بیا د سوات د مټې سیمې هغه ځوان دی، چې له تېرو شپږو کلونو راهیسې تری تم دی. څلور واړه وروڼه دي او مور يې بي بي سي ته زړه تش کړی.

د سوات د مټې اوسېدونکې د همدې پښتنې مور له تری تم زوی سره یو زوم احسان الله هم ورک دی. وايي، ژوند مو بس چیغې دي، ژړاوي دي. ؛کله يې راته ماشومان چيغې وهي، کله مېرمنې او کله مې مېړه او زه ورپسې ژاړو؛.

په اسلام اباد کې د نقیب مسید تر وژنې وروسته د راغونډو شويو سلګونو پښتنو په احتجاجي ناسته کې دغې پښتنې هم ګډون کړی، د خپلو دریو وژل شويو زامنو د قاتلینو نیول غواړي او د تری تم زوی او زوم د بېرته راخوشي کولو لپاره مبارزه کوي.

اسلام اباد کې د نقیب مسید د وژنې ضد احتجاج

دغې پښتنې مور د پېښور په لوړه محکمه او د پاکستان په ستره محکمه کې د پاکستان د امنيتي ځواکونو پر ضد قضیه هم راپورته کړې او په دغه قضیه کې يې د ځواکونو د هغو سرتېرو نومونه ليکلي، چې ددې زوی يې له کوره وړی دی.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption په اسلام اباد کې د نقیب مسید تر وژنې وروسته د راغونډو شويو سلګونو پښتنو په احتجاجي ناسته کې دغې پښتنې هم ګډون کړی

دغه پښتنه مور وايي، مشرانو غبرګولو زامنو يې شوکت علي او حیدر علي په کراچۍ کې مزدوري کوله، په ۲۰۱۵م کال کې راو انوار له کوره لاس تړلي بېولي و او بیا يې څه وخت وروسته په جعلي مقابله کې ووژل.

د همغو ورځو په یوې پاکستانۍ ورځپاڼه کې لیکل شوي، چې راو انوار پنځه کسان په جعلي مقابله کې وژلي دي او په دوی يې له پاکستاني طالبانو سره د اړیکو تور پورې کړی دی.

د شوکت علي مور ادعا کوي، شوکت علي يې د ۲۰۱۵م عیسوي کال د جنورۍ پر لسمه نېټه او حیدر علي يې د همدې کال د مارچ میاشتې پر ۲۱مه نېټه راو انوار د کراچۍ په شاه لطیف ټاون سیمه کې ددوی له کوره لاس تړلي بوتلل. خو د همدې کال په مۍ او جون میاشتو کې يې یو په بل پسې دواړه په جعلي مقابلو کې ووژل.

راو انوار د کراچۍ د ملیر سیمې د پولیسو هغه پخوانی مامور دی، چې نقیب مسید يې وژلی و او تور یې پورې کړی و، چې نقیب مسید له وسلوالو طالبانو سره اړیکې درلودې.

د شوکت علي مور زیاتوي، یو بل زوی محمد اسحاق چې روحي ناروغه و، په ۲۰۰۹م عیسوي کال کې د پاکستان امنیتي ځواکونو په مټه کې له کوره یووړ، ویې واژه او ان خپله يې خاورو ته سپارلی و. "موږ بیا ورپسې شوو او درې میاشتې وروسته مو د هغه مړی له خاورو را ویست او خپلې هدیرې ته مو یووړ".

د شوکت علي مور ادعا کوي، څلورم زوی ذکریا يې د پاکستان امنيتي اورګانونو په مټه کې ددوی له کوره یووړ او تر اوسه تری تم دی. دا د هغو سرتېرو نومونه هم یادوي، چې ددوی کور ته ورغلي و او زکریا يې نیولی و. زیاتوي، هغوی راته ویل، ستا له زوی څخه څه پوښتنې کوو او بیا يې بېرته راولو. ؛اوس به يې په روژه کې شپږ کاله پوره شي او هغه وخت رانغی، چې زوی مې بېرته خپل کور ته راولي؛.

دا پښتنه وايي، په همغه ورځ يې ددې یو زوم احسان الله امنيتي ځواکونو له خپله کوره وړی و او هغه هم تراوسه تری تم دی. د زامنو مېرمنې او لور مې ټول زما په کور اوسي. ؛ځينې د مېړو په مرګ خوارې دي او ځينې د مېړو په ژوند؛.

په پښتونخوا او قبایلي سیمو کې د وسلوالو طالبانو ضد د عملیاتو مهال په سلګونه پښتانه تری تم شوي دي. د ډېری و تری تم شویو کسانو کورنۍ او فعالان ددې کسانو په تری تم کېدا د پاکستان استخبارات تورنوي، خو هغوی تل دا تورونه رد کړي دي.

ورته مطالب