ستاسې غږ: لاريون تر چارواکو د خلکو د غږ په رسولو کې مرسته کولی شي؟

ستاسې غږ: لاريون تر چارواکو د خلکو د غږ په رسولو کې مرسته کولی شي؟

له څه باندې يوې اوونۍ راهيسې اسلام اباد کې د پښتنو لاريون او احتجاجي ناسته لا روانه ده. زرګونه پښتانه لومړی له وزيرستانه په اوږده لاريون اسلام باد ته ورسېدل، چې بيا وروسته د پښتونخوا له بېلابېلو نورو سيمو فعالان هم ورسره مله شول.

د دوی مهمې غوښتنې د نقيب مسعود وژونکو ته سزا ورکول دي، چې څو اوونۍ مخکې کراچۍ کې د پوليسو له لوري وژل شوی و. راغونډ شوي وايي د پاکستان بېلابېلو برخو کې دې د حکومت له لوري له پښتنو سره د زورزياتي مخنيوی وشي.

تېرو څو لسيزو کې دا لومړی ځل دی چې پښتانه په کې په دومره لوی شمېر يوه داسې سوله ييز لاريون کې راغونډېږي، او د خپلو حقونو غوښتنه کوي.

ستاسې غږ خپرونه کې پر دې خبرې کوو چې لاريونونه او احتجاجي ناستې څومره د خپل کړاو په اړه د يوې سيمې د خلکو غږ رسولو کې مرسته کولی شي؟