د پاکستاني طالبانو د مرستیال د وژل کېدو ادعاوې

شمالي وزیرستان د انځور حقوق Getty Images
Image caption افغان چارواکو بي بي سي ته ویلي، برید له ډیورنډ کرښې هاخوا په شمالي وزیرستان کې شوی

د پاکستان یو شمېر تلویزیونونه او ټولنیزې رسنۍ له تېرې شپې راهیسې ادعاوې کوي چې د پاکستاني طالبانو مرستیال خالد مسید، چې په خان سید سجنا هم مشهور دی، په شمالي وزیرستان کې د امریکایي ډرون برید کې وژل شوی دی.

ویل کېږي چې په دې برید کې د خالد مسید ترڅنګ دوه تنه نور هم وژل شوي.

تر دې دمه امریکایي او پاکستاني چارواکو د دې خبرې پخلی نه دی کړی.

په رپوټونو کې دا هم نه ده څرګنده چې دا برید څه وخت شوی دی.

بل لور ته د افغانستان د پکتیکا ولایت د والي مرستیال هغه رپوټونه رد کړي چې ګواکې خالد مسید د یاد ولایت په برمل ولسوالۍ کې وژل شوی دی.

ښاغلي عطا الله فضلي بي بي سي ته وویل، برید له ډیورنډ کرښې ور هاخوا په شمالي وزیرستان کې شوی، او دوی تر دې دمه په دې اړه کره مالومات نه لري چې څوک پکې په نښه شوي.

خو د یادونې وړ ده چې په پکتیکا ولایت کې هم په تېرو څو ورځو کې د امریکایي ډرون الوتکو بریدونه شوي.

د پکتیکا د والي مرستیال وایي، په دې بریدونو کې تر ډېره د حقاني شبکې غړي وژل شوي، او په سیمه کې د خالد مسید د شتون په اړه دوی کوم مالومات نه لري.

د انځور حقوق AFP
Image caption د پکتیکا د والي مرستیال مني چې څو ورځې وړاندې په یاد ولایت کې د امریکا ډرون الوتکو بریدونه کړي دي.

د پاکستاني طالبانو د پخواني مشر بیت الله مسید تر وژل کېدو وروسته، یاده ډله د مشرۍ پر سر د خپلمنځي لانجو له کبله په دوو برخو وویشل شوه.

د نوي امیر په توګه د ملا فضل الله تر ټاکل کېدو وروسته، خالد مسید د پاکستاني طالبانو له لویې او اصلي ډلې بېل شو او په سویلي وزیرستان کې د هغو طالبانو مشري په غاړه واخیسته چې په مسید قبیلې پورې تړلي وو.

خو څو میاشتې وړاندې دواړه ډلې یو ځل بیا سره پخلا یو ځای شوې. د همدې پخلاینې په پایله کې خالد مسید د مُلا فضل الله مشري ومنله، او دی پخپله د پاکستاني طالبانو مرستیال وټاکل شو.

ورته مطالب