کورمه اېجنسۍ کې هلک او نجلۍ د غیرت په نامه وژل شوي
- کوثر اعوان وحید
- بي بي سي پېښور

د عکس سرچینه، TARIQ MAHMOOD
په قبایلي سیمو کې اوس هم د غیرت په نامه وژنې کېږي.
له قبایلي سیمې کورمې ایجنسۍ نه ترلاسه شوي رپوټونه وایي، د مرکزي کُرمې په ګنډاو سیمه کې یو هلک او نجلۍ د غیرت په نامه وژل شوي دي.
سرچینو بي بي سي ته ویلي، د محمد نبي په نامه دا ځوان څلور میاشتې وړاندې د سیمې له یوې پېغلې سره تښتېدلی.
ویل کېږي په دې تېښته کې د هلک او نجلۍ دواړو خوښه او رضا شامله وه.
د رپوټونه تر مخه د دواړو کورنیو ترمنځ په دې موده کې اړیکې ترینګلې شوې وې، خو په ګډه یې د هلک او نجلۍ لټون کاوه.
څو ورځې وړاندې دواړه کورنیو په سلا مشوره هلک او نجلۍ ته حال ورکړ چې دوی خپلو کې ورغه کړې، او له هغوی یې وغوښتل چې بېرته خپلو کورونو ته ور ستانه شي.
ویل کېږي چې تېره ورځ کله چې هلک او نجلۍ بیرته خپلې سیمې ته ور ستانه شول نو له موټره راښکته کېدو سره سم د دواړو کورنیو غړو پرې ډزې وکړې او ځای پر ځای یې ووژل.
د کورمې ایجنسۍ د پولېټېکل اېجنټ مرستیا ارشد جمیل له بي بي سي سره په خبرو کې دا منلې ده چې په یاده سیمه کې یو هلک او نجلۍ وژل شوي دي.
نوموړی وایي په پېښه کې د ښکېلو کسانو پر ضد به ګام اخلي. خو په سیمه کې سرچیني وایي چارواکو تر دې دمه په دې تړاو هېڅوک هم نه دي نیولي.
داسې ادعاوې هم کېږي چې سیمه ییز چارواکي نه غواړي په قضیه کې ډېر ښکېل شي، ځکه هلک او نجلۍ د دواړو کورنیو په خوښه وژل شوي دي او داسې نه ښکاري چې یوې ډلې دې د بلې پر ضد حکومت ته عریضه کړې وي.

پاړه چنار کې چاودنې ۲۲ کسان وژلي
د ډیورنډ کرښې ته څېرمه د کورمې ایجنسۍ مرکزي ښار پاړه چنار کې د جمعې په ورځ یوه جومات ته څېرمه چاودنې لږترلږه ۲۲ کسان وژلي او تر ۷۰ ډېر نور یې ټپیان کړي دي.