اسلام اباد: د پښتنو احتجاج په انځورونو کې

اسلام اباد کې له تېرو لسو ورځو راهیسې د زرګونو پښتنو پرلت یا احتجاجي ناسته روانه ده، چې پکې د پښتونخوا، قبایلو، بلوچستان، کراچۍ او نورو سیمو پښتانه ګډون لري.

احتجاج
د عکس تشریح،

دا مظاهرې له هغه وروسته پیل شوې چې تېره میاشت کراچۍ کې د یو پښتون ځوان ماډل نقیب الله مسید مړی وموندل شو.

د عکس تشریح،

په اسلام اباد کې راټول پښتنانه احتجاج کوونکي بېلابېلې غوښتنې لري، خو مهمې هغه یې د سند ایالت د پولیسو د افسر راو انوار نیول، د هغو لادرکه پښتنو برخلیک مالومول چې قبایلي سیمو کې د پاکستاني پوځ د عملیاتو پر مهال تری تم شوي، او له قبایلي سیمو څخه د هغو ځمکنیو ماینونه پاکول دي چې د پاکستان پوځ ځای پر ځای کړي.

د عکس تشریح،

یاده دې وي چې د پاکستان لومړي وزیر شاهد خاقان عباسي د تېرې چارشنبې پر ورځ په اسلام اباد کې پښتنو احتجاج کوونکو سره ولیدل. خو له دې لیدنې سره سره د دوی ناسته لا هم دوام لري.

د عکس تشریح،

د تېرو لسو ورځو په ترڅ کې ګڼ شمېر پښتنو سیاست والو او مخورو د اسلام اباد د احتجاجي ناستې ملاتړ اعلان کړی

د عکس تشریح،

احتجاج کوونکي پښتانه وايي، تر هغې به خبل پرلت نه ختموي چې راو انوار نیول شوی نه وي او سزا ورکړل شوې نه وي.