اسلام اباد کې د پښتنو احتجاجي ناسته

اسلام اباد کې د پښتنو احتجاجي ناسته

نن نهمه ورځ وه چې اسلام آباد کې د زرګونه پښتنو احتجاجي ناسته روانه او لا په ګرمېدو ده. دې احتجاجي ناستې ته د پښتونخوا له بېلابېلو سيمو وګړي او ويناوال ورځي، چې د ښځو ونډه په کې کمسارې ګڼل کېږي. د دغو پښتنو احتجاجيانو مهمې غوښتنې د نقيب مسعود وژونکو ته سزا ورکول دي، چې څو اوونۍ مخکې کراچۍ کې د پوليسو له لوري وژل شوی و.

دوی وايي د پاکستان بېلابېلو برخو کې دې د حکومت له لوري له پښتنو سره د زورزياتي مخنيوی وشي. تېرو څو لسيزو کې دا لومړی ځل دی چې پښتانه په کې په دومره لوی شمېر يوه داسې سوله ييز لاريون کې راغونډېږي، او د خپلو حقونو غوښتنه کوي. ډېر ورته د ويښتابه يو غورځنګ په سترګه ګوري.