اسلام اباد کې د پښتنو احتجاج پای ته ورسېد

  • خدای نور ناصر
  • بي بي سي، اسلام اباد
احتجاج

په اسلام اباد کې د پښتنو احتجاجي ناسته یا پرلت له هغه وروسته پای ته رسېدلې، چې د پاکستان لومړي وزیر شاهد خاقان عباسي وویل، ددوی ټولې پنځه غوښتنې مني او اړوندو ادارو ته يې د دوی د غوښتنو د پوره کولو امر کړی دی.

د 'پښتون ژغورنې غورځنګ ' مشرانو د پاکستان د لومړي وزیر شاهد خاقان عباسي له استازي امیر مقام سره احتجاجي ناستې ته وروستۍ ویناوې وکړې او تر هغه وروسته د غورځنګ مشرانو د احتجاجي ناستې په سوله یيز ډول د پای ته رسېدو اعلان وکړ.

د لومړي وزیر استازي امیر مقام احتجاج کوونکو ته په وینا کې وویل، 'تر لسو ورځو پورې د پښتنو سوله ییز احتجاج نړۍ ته دا پېغام ورکړ، چې پښتانه سوله خوښوونکی قام دی. '

بل لور ته د احتجاجي ناستې مشران وايي، د پاکستاني واکمنو دې ژمنې ته به یوه میاشت انتظار وکړي او که يې بیا هم غوښتنې په عملي توګه ونه منل شوې، بیا به په احتجاج لاس پورې کړي.

احتجاج کوونکو له حکومته غوښتل، چې کراچۍ کې د وژل شوي نقیب الله مسید وژونکي باید ونیول شي، بې محاکمې د پښتنو د وژلو قضیو د څېړنې لپاره دې کمېسيون جوړ کړل شي، په قبایلي سیمو کې خښ شوي ماینونه باید پاک کړل شي او په قبایلي سیمو کې د ناامنۍ له پېښو وروسته دې د ځايي اوسېدونکو ځورول بند کړل شي.

د احتجاج له مهمو منتظمینو نه یوه منظور احمد پښتون د یکشنبې پر ورځ پر خپله فېسبوکپاڼه لیکلي:

''موږ د پرلت څنګ ته پر دیوالونو د یو شمېر بې درکه شویو پښتنو تصویرونه لګولي وو، یو په بل پسې ټیلیفونونه راغلل، چې د پلاني تصویر لرې کړئ، ځکه هغه کور ته ستون شو او وروسته یوازې د یوه کس دانیال مسید تصویر پاتې شو. پرون ماښام د هغه یو خپلوان راغی او له خوښۍ یې چیغې وهلې، ویل یې چې تصویر یې لرې کړئ، ځکه هغه هم کور ته ورسېد. د پرلت له پیله تر اوسه ۷۱ بې درکه کسان کورونو ته ستانه شوي دي. انشاالله موږ به له دې وروسته هم د بې ګناه پښتنو پر غم او رنځ غلي پاتې نه شو. یوه غوښتنه مو دا ده، چې تر اوسه که کومو کسانو د خپلو بې درکه خپلوانو په تفصیل موږ ته نه وي استولی، موږ ته دې دغه معلومات وسپاري

پخواني سناتور افرسیاب خټک د پرلت پای ته رسېدو په تړاو بي بي سي ته وویل:

''دغه پرلت او لاریون سترې لاس ته راوړنې درلودې، لومړی دا چې په لومړي سر کې دا یو ځايي خوځښت و، چې د مسید قبیلې خوندیتوب لپاره پیل شوی و، خو چې کله دوی بېرته ستنېدل، نو د پښتون خوندیتوب په خوځښت بدل شوی و او د دې لارښود منظور مسید چې کله بېرته ستنېدو نو د منظور پښتون له تخلص سره ستون شو.

د دې تر څنګ د تالاشیو، خلکو بې درکه کېدو یا لارو کې د ځورولو، یا د ماینونو په څېر مسایل مخکې چا نه شوای راپورته کولای، خو دوی دغه مسالې راپورته کړې، دوی همغږي رامنځته کړه او نړیوالو ته معلومه شوه، چې پښتانه سوله غواړي او د سولې غوښتنې لپاره راوتلي دي. ''

د احتجاج کوونکو یوه مشر منظور پښتون احتجاج کوونکو ته په خپله وروستۍ وینا کې ویلي، میاشت انتظار به وکړي او که چارواکي یې غوښتنې عملي نه کړي، بیا به پر احتجاج لاس پورې کړي.

د 'پښتون ژغورنې غورځنګ ' مشرانو د پاکستان د لومړي وزیر شاهد خاقان عباسي له استازي اامیر مقام سره احتجاجي ناستې ته وروستۍ ویناوې وکړې او تر هغه وروسته د غورځنګ مشرانو د احتجاجي ناستې په سوله یيز ډول د پای ته رسېدو اعلان وکړ.

د جنورۍ پر ۲۵مه نېټه د پښتونخوا له ډېره اسماعیل خان سیمې پېل شوی د ځوانانو دغه لاریون چې اوس ورته د پښتون ژغورنې غورځنګ نوم ورکړل شوی، د پښتونخوا په بېل بېل سیمو لس ورځې وړاندې اسلام اباد ته راغلی و او همدلته يې احتجاجي ناسته روانه وه، چې په ملاتړ يې د پښتونخوا په شمول په افغانستان کې هم لاریونونه وشوو.