" پاکستان له پښتنو او پاچاخانه پرته تنګ نظری هېواد دی"

پاکستان د انځور حقوق AFP
Image caption عاصمه جهانګير په پاکستان کې د بشرې حقونو د فعالانو پر مشرتابه او امنيتي ادارو له نيوکو کوونکو څخه وه.

په پاکستان کې د بشري حقونو فعاله عاصمه جهانګیر چې پر یکشنبه ومړه نه یوازې په دغه هېواد کې بلکې په نړۍ کې له بشري حقونو او ډېموکراسۍ د دفاع سمبول ګڼل کېده.

اغلې جهانګیر د پاکستان سترې محکمې د وکيلانو وروستۍ مشره وه او په لاهور کې د ۶۶ کلونو په عمر ومړه.

دې ته د بشري حقونو د خونديتوب او ډېموکراسۍ څخه د دفاع په لار کې د سختیو ګاللو په پار ګڼې جایزې ورکړل شوې دي.

څو ورځې وړاندې چې په اسلام اباد کې د پښتنو پرلت دوام درلود، عاصمه جهانګیر ورغله او د هغو غوښتنو ملاتړ یې وکړ چې د نقیب الله مسید له وژنې وروسته پښتنو د دغې قضیې او نورو مسلو په تړاو د عدالت غوښتنې اواز اوچت کړ.

تر مړینې وړاندې دا د اغلې جهانګیر وروستۍ وینا وه چې ګڼو خلکو ورته غوږ نیولی و او تود هرکلی یې وشو.

عاصمه جهانګير په خپلې وينا کې پرلت ته د پښتنو پر قربانیو خواشنیي څرګنده کړه او په حکومت کې يې واکمنان ګرم وبلل. هغې د پښتنو په سیمو کې تاوتریخوالي او ترهګرۍ ته په اشاره وویل، "پښتون بچي ته تل ټوپک په لاس ورکړل شوی" خو له کړېدلو او بې کوره شویو سره بیا حکومت مرسته نه ده کړې.

د اغلې جهانګیر په اند پاکستان کې د پښتنو شتون ته باید د قدر په سترګه وکتل شي، چې د دې په وینا " له پښتنو او پاچاخانه بغیر پاکستان، يو بې زغمه هېواد دی."

د انځور حقوق Getty Images

هغې دا خبرې د باچاخان او د پښتنو مبارزو ته په اشاره وکړې، ځکه پاکستان کې یو شمېر خلک پاچاخان د دغه هېواد د ګټو ضد بولي او په سپکو نومونو یې یاودي، خو اغلې جهانګير دغه پرلت ته په وينا کې د امنيت د راوستلو لپاره د پښتنو مبارزې او قربانۍ او روان پرلت چې په امن او نظم ترسره کېده، د پښتنو د ارمانونو نښه وبلله.

هغې ته د پښتنو له سیمو لکه سوات او قبایلي سیمو د خلکو د بې درکه کېدو مسله هم د ژورې خواشینۍ وړ وه.

د پاکستان یو شمېر حکومتونو اغلې جهانګیر ته د فعالیت او غږ پورته کولو بشپړه ازادي ورکړې وه.

د بلومبرګ نړيوالې مطبوعاتې ادارې د رپوټ پر بنسټ، پر کال ۱۹۸۳ اغلې جهانګیر ځکه په کور کې قيد کړاې شوې وه، چې د هغه وخت د پوځي مشر ضيا الحق پر ضد راوتلې وه. د کور قيد نه ورسته يې بيا بندې کړې هم وه.

همدا راز، پر کال ۲۰۰۷ کې چې بل پوځي مشر جنرال پرويز مشرف په هېواد کې حکومت په خپل لاس کې واخيست، نو عاصمه جهانګير بيا ونيول شوه ځکه چې د دغه پوځي حکومت پر ضد يې لاريونونو کې ګډون کاوه.

عاصمه جهانګير ته پر کال ۱۹۹۵ د پاکستان حکومت له خوا د ښو خدمتونو له امله "ستاره امتياز" جايزه هم ورکړې شوې. د دې تر څنګ د نورو ډېرو جايزو ګټلو سربېره په کال ۱۹۹۲ کې د بشري حقونو نړیواله جایزه هم ورکړل شوه.