پاکستان کې د نرښځیانو د حقونو په اړه قانون تصویب شو

هیزان د انځور حقوق Getty Images
Image caption نوی قانون د هیزانو مور او پلار ته هم دا اجازه ورکوي چې خپل اولاد ته د نارینه یا ښځې په نامه د وراثت اسناد جوړ کړي.

د پاکستان د مشرانو جرګې یا سېنټ د بشري حقونو کمیټې د هیزانو (نرښځو) د حقونو په اړه د قانون یوه نوې مسوده په لوی اکثریت تصویب کړې ده.

د نوي قانون له مخې، د هغو هیزانو یا نرښځیانو په اړه چې عمرونه یې اتلسو کالو ته رسېدلي دي، طبي چارواکي به دا پرېکړه کوي چې دوی په رښتیا هم هیزان دي او که نه.

په طبي ازموینه کې به دا هم کتل کېږي چې یو کس د کومې کچې هیز دی.

نوی قانون د هیزانو مور او پلار ته هم دا اجازه ورکوي چې خپل اولاد ته د نارینه یا ښځې په نامه د وراثت اسناد جوړ کړي.

همدا رنګه دوی له دې وروسته کولی شي چې په خپله خوښه خپل ملکیت وپلوري او یا یې هم رانیسي.

په مسوده کې په ښوونیزو، دفتري او روغتیایي ادارو کې د هیزانو پر خوندیتوب ټینګار شوی او هغو کسانو ته د سختې سزا غوښتنه شوې چې له دوی سره بد چلند کوي.

پېښور مېشتی د شاهد په نامه یو هیز چې ځان شیلا بولي بي بي سي ته وویل، دوی د کار موندنې په برخه کې له خورا ستونزو سره مخامخ کېږي او اړ دي چې د رزق ګټلو لپاره د خلکو په محفلونو کې نڅا وکړي او یا هم خیر وغواړي.

شیلا د نوي قانون پر پلی کېدو بې باوري څرګندوي.

په پاکستان کې له یوې اوږدې مودې راهیسې د هیزانو د حقونو او په ټولنه کې د دوی د ځای او رول په اړه بحثونه روان دي.

په دې هېواد کې د ۲۰۱۷ کال د سرشمېرنې له مخې د هیزانو یا نرښځو شمېر شاو خوا لس نیم زره ښودل شوی.

هیزان په پاکستان کې یوه محرومه ډله بلل کېږي. د دوی پر ضد د تاوتریخوالي پېښې ورځ تر بلې په زیاتېدو دي، او ډېر کله دوی په ډېرې بې رحمۍ وژل کېږي هم.

د پاکستان د اساسي قانون له مخې هیزان یا نرښځي کولی شي په ټاکنو کې برخه واخلي او دولتي دندې هم پر مخ بوځي.

اړونده مطالب

ورته مطالب