پاکستان د ترهګرو ډلو لپاره قانون سخت کړ

حافظ سعید د انځور حقوق Getty Images
Image caption حافظ سعید وار د مخه د ملګرو ملتونو لخوا ترهګر پېژندل شوی

د پاکستان حکومت د ترهګرۍ په اړه د خپل قانون په یوه ماده کې تر بدلون وروسته اعلان کړی، ټولې هغه ډلې به چې د ملګرو ملتونو امنیت شورا یې ترهګرې بولي، سملاسي د دوی د بندیزونو په لست کې راشي.

دا قانون د پارلمان په رخصتیو کې د ولسمشر په تقنیني فرمان نافذ شوی دی.

اسلام آباد به اوس د قانون له مخې اړ وي د هغو ډلو خلاف چې دوی ورسره ستونزه نه لري، هم اقدامات وکړي.

دا بدلون د ترهګرۍ په اړه د ۱۹۹۷ کال د قانون په (۱۱ب) ماده کې راغلی.

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا داسې ګڼ شمېر ډلې ترهګرې اعلان کړي چې پخوا یې په پاکستان کې فعالیت کاوه، او ځیني یې لا هم په دې هېواد کې فعالې دي.

په دې ډلو کې پاکستاني طالبان، د حقاني شبکه، فلاح انسانیت بنسټ، الرشید ټرسټ، اختر ټرسټ، جماعت الدعوه، حرکت جهاد الاسلامي، روشن مني اکسچنج، حاجي خیرالله، حاجي ستار مني اکسچېنج، اُمه تعمیر او راحت لمېټېډ شامل دي.

د پاکستان حکومت وار د مخه پاکستاني طالبان او د حقاني شبکه ترهګرې ډلې اعلان کړي.

خو د جماعت الدعوه، فلاح انسانیت فاونډېشن او معمار ټرسټ هغه ډلې دي چې د څار لاندې دي، خو رسماً ترهګرې نه وې اعلان شوې.

امریکا پاکستان ته: حافظ سعید بېرته ونیسئ

"پاکستان کېدای شی د امريکا پر لور نرمښت وښايي"

پاکستان: د افغانستان لخوا د سپارل شويو اسنادو ارزونه کوو

د پلازمېنې اسلام اباد او راولپنډۍ ښارونو امنیتي چارواکي وایي، د دې ډلو په اړه یې د ولسمشر حکم ترلاسه کړی، خو تر دې دمه حکومت ورته د دوی پر ضد د ګام اخیستو امر نه دی کړی.

د کورنیو چارو وزارت یوه چارواکي ویلي، د امریکا حکومت لخوا پر پاکستان فشار و چې د دې ډلو پر ضد دې جدي ګامونه پورته کړي.

په دې ډلو کې ځینو یې ځانونه د سیاسي ګوندونو په توګه راجستر کړي او آن په ټاکنو کې یې هم برخه اخیسې، خو د ولسمشر له فرمان وروسته ښایي د سیاسي فعالیت اجازه ورنه کړل شي.

د دې ډلو په مشرانو کې تر ټولو جنجالي څېره حافظ سعید دی چې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا لخوا وار د مخه ترهګر اعلان شوی دی.

د سیاسي چارو شنونکي وایي، د پارلمان تر ناستې د مخه د ولسمشر لخوا دا ډول فرمان په دې مانا دی چې حکومت عامو ټاکنو کې د دې ګوندونو د ګډون مخه نیول غواړي.