د قبایلي سیمې ښځو ته به د رایې ورکولو زمېنه برابره شي؟

یو شمېر ځايي مدني فعالان د پوځ له دې اقدامه خوښ معلومېږي او وايي د ملي پېژند پاڼو تر لاسه کولو له لارې به د سیمې اوسېدونکې ښځې هم وکولای شي په ټاکنو کې برخه واخلي. د انځور حقوق Getty Images
Image caption یو شمېر ځايي مدني فعالان د پوځ له دې اقدامه خوښ معلومېږي او وايي د ملي پېژند پاڼو تر لاسه کولو له لارې به د سیمې اوسېدونکې ښځې هم وکولای شي په ټاکنو کې برخه واخلي.

پاکستاني پوځ ویلي، د قبایلي سیمې وزیرستان اوسېدونکي به له دې وروسته د مالي مرستو تر لاسه کولو لپاره د پېژندګلوۍ پر مهال د 'وطن کارډ ' نومي پېژندپاڼو پر ځای د پاکستاني ملي پېژندپاڼې یا شناختي کارډ کارووي.

د پوځ له لوري په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، د دغو سیمو هغه اوسېدونکي چې د پاکستان ملي پېژندپاڼې یا شناختي کارډونه نه لري، کولای شي د مې میاشتې تر پایه وطن کارډونه وکاروي او له هغه وروسته باید شناختي کارډونه تر لاسه کړي.

وزیرستان کې د پوځي عملیاتو له پیل وروسته د سیمې اوسېدونکو ته د وطن کارډ په نامه ځانګړي کارتونه ورکړل شوي وو، چې هدف یې سیمې ته د ځايي اوسېدونکو په منځ کې د وسله والو ننوتو مخنیوي بلل کېده.

د دغو کارډونو له مخې به له هغو بې ځایه شویو خلکو سره هم مرستې کېدې، چې د پوځي عملیاتو له پیل وروسته یې کور کلی پرې ایښي وو.

یو شمېر ځايي مدني فعالان بیا د پوځ له دې اقدامه خوښ معلومېږي او وايي د ملي پېژند پاڼو تر لاسه کولو له لارې به د سیمې اوسېدونکې ښځې هم وکولای شي په ټاکنو کې برخه واخلي.

وزیرستان کې د پاکستاني پوځیانو لخوا د ملکي خلکو ځورونې شکایتونه

''وزیرستان کې پر موسیقۍ او اتڼ بندیز''

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د ځانګړي کارډ له مخې له بې ځایه شویو کسانو سره مرستې کېدې

د بشري حقونو یوه فعاله سمرینه وزیر وايي، د سیمې خلک له ډېرو بنسټیزو حقونو بې برخې دي او د وطن کارډ ختمول د دوی حقونو تر لاسه کولو لړ کې یو مثبت ګام دی:

''ځینې دودیزې او کلتوري ستونزې هم شته، چې د قبایلي سیمو اوسېدونکو ښځو رایې ورکولو پر وړاندې خنډونه جوړوي، خو هیله دا ده چې د حکومت دغه ډول هڅې به دوی د رایې ورکولو لپاره وهڅوي. ''

د پاکستان ټاکنو کمېسیون د ۲۰۱۷ کال د شمېرو له مخې د قبایلي سیمو ۶۲ سلنه اوسېدونکې ښځې شناختي کارډونه یا پېژندپاڼې نه لري.

د يادونې وړ ده چې په دې وروستيو کې په پلازمينه اسلام آباد کې د پښتو پرلت يو غوښتنه هم دا وه چې وزيرستان سيمې ته د ننوتلو لپاره دې د وطن کارډ شرط له منځه يوړل شي او بايد ملي پيژند کارډ وکارول شي.