پښتونخوا کې مېړه خپله نڅاګره مېرمن په ډزو وژلې

نڅاګره د انځور حقوق Getty Images

د خیبر پښتونخوا ایالت ایبټ اباد کې یوه نڅاګره نور سحر د خپل مېړه له خوا په ډزو وژل شوې.

نوموړې د سې شنبې په ورځ ګهیځ وژل شوې او مېړه یې تښتېدلی.

د وژل شوې نڅاګرې مور پولیسو کې د هغې د وژل کېدو قضیه ثبت کړې.

پولیس وايي، څه موده وړاندې د هغې مېړه شیراز خان له دې کبله طلاق ورکړی و، چې ولې له نڅا لاس نه اخلي، همدا وو چې نن یې د ټوپک په ګولیو ووژله.

دوی کابو دوې اونۍ وړاندې واده کړی و، خو د ژوند سفر یې ډېر دوام ونه کړ او پنځه ورځې وړاندې سره جلا شول.

څېړنې ښيي، چې ملک شیراز له درو نورو ملګرو سره د نور کور ته ورغی او پر هغې یې ډزې وکړې.

که څه هم دغه نڅاګره روغتون ته وړل شوې، خو د ډېرې وینې ضایع کولو له کبله یې ساه ورکړه.

نور سحر د روان ۲۰۱۸ کال جنورۍ پر ۳۰مه له ملک شیراز سره واده وکړ، خو دا چې هغه یوه نڅاګره وه، د ښاغلي شیراز کورنۍ نه غوښتل چې نږور یې دې نوره ونڅېږي، همدا یې د طلاق لامل هم شو.

اړونده مطالب