د مشال خان وژنې قضیې مهم مشکوک کس نیول شوی

محمد عارف د انځور حقوق DPO OFFICE MARDAN
Image caption پولیس وايي، محمد عارف یې له رینګ روډ سیمې نیولی دی

خیبر پښتونخوا کې ځايي پولیس وايي، د عبدالولي خان پوهنتون محصل مشال وژنه کې ښکیل مهم مشکوک سړی محمد عارف یې نیولی دی.

د مردان پولیسو مشر محمد عالم شینواري بي بي سي ته وویل، محمد عارف د مردان له رینګ روډ سیمې نیول شوی دی. د نوموړي په خبره دغه سړی له تېر یوه کاله راهیسې په تېښته و، خو په ظاهره داسې ښکاري، چې له هېواده بهر وتلی و.

مردان کې ځینې ځايي کسان وايي، محمد عارف خپله له پولیسو سره اړیکه نیولې، خو د مردان پولیسو مشر دغه خبرې په کلکه ردوي.

نوموړی وايي، پولیس د دغه ډول کسانو د نیولو لپاره د فشار راوستلو په ګډون بېلا بېلې لارې چارې لري او دغه کس په یوه چاپه کې نیول شوی دی.

د مشال خان وژنه کې د ښکېلو کسانو د خوشې کولو امر

''د مشال خان وژنې عیني شاهدان ګواښل کېږي''

د مشال خان وژنې قضیه کې ۵۷ کسان رسماً تورن شول

د عبدالولي خان پوهنتون ژورنالیزم څانګې محصل مشال خان تېر کال مذهب ته د سپکاوي په تور وژل شوی و.

پولیسو د دغې وژنې قضیه کې د پوهنتون کارکوونکو او محصلینو په ګډون له ۵۰ ډېر کسان نیولي وو، خو محمد عارف چې دغه وژنه کې یې رول ډېر مهم بلل کېده، له پېښې وروسته فراري و.

د انځور حقوق FACEBOOK
Image caption مشال خان مذهب ته د سپکاوي په تور وژل شوی و

داسې ادعا کېږي، چې نوموړي پوهنتون کې احساساتي وینا کړې وه، چې پاروونکې وه او ویډیويي کلیپونه یې پر خواله رسنیو خپاره شوي دي.

تېره میاشت یوې پاکستانۍ محکمې په هریپور زندان کې دننه د دغې قضیې په تړاو پرېکړه عمران علي نومي تورن کس د اعدام په سزا تورن کړ، چې ویل کېږي پر مشال خان یې ډزې کړې وې او پینځه نورو کسانو ته یې ۲۵، ۲۵ کاله زندان سزا ورکړله.

محکمې ۲۵ نورو کسانو ته د څلور - څلور کاله زندان سزا ورکړه او ۲۶ کسان یې خوشي کړل.

اړونده مطالب