"خبره نه وم چې مېړه مې دوې نورې ښځې هم لري"
سلما بي بي ۵۰ کلنه ده۔ خپل ژوند کې يې ډېرې سختې ليدلي. ۲۲ کاله کېږي چې ميړه يې مړ دی. خو سلما چې د هغه وخت خپل تریخ ژوند کیسه کوي نو اوس یې هم زړه درد کوي.
نوموړې وایي، شاوخوا په ۲۰ کلنۍ کې د تره زوی يې داسې يوه سړي ته ورکړه چې وار د مخه یې دوې ښځې درلودې.
سلما وايې"هېڅ نه وم خبره چې مېړه مې دوه نورې ښځې هم لري. هغه وخت دود بدل و. نجونو دا پوښتنه نه شوه کولی چې چا ته ور ودېږي"
په خیبر پښتونخوا کې ګڼ شمېر سړي له یوې ډېرې ښځې لري. د ډېرو استدلال دا دی چې اسلام ورته د دې کار اجازه ورکړې.
خو مذهبي مشران او قانون پوهان وایي، اسلام که له یوې خوا سړي ته اجازه ورکوي چې له یوې ډېرې ښځې ولري، خو په ورته وخت کې پر دې خبره هم ټنیګار کوي چې نارینه باید ټولو ښځو ته یو شان حقونه ورکړي او ترمنځ یې توپیري چلند ونکړي.
خو په عمل کې ښایي داسې نه وي. ګڼ شمېر هغه ښځې چې بنې لري، ژوند یې له ناخوالو او تاوتریخوالي ډک وي. سلما هم ګېله کوي چې مېړه یې هغسې پام پرې نه کاوه چې پکار وه.
نوموړې وایي، کله چې له واده وروسته د مېړه کور ته ورغله نو حیرانه شوه چې وار د مخه یې یوه بنه په هغه کور کې ناسته ده. د سلما په وینا، ډېر کله به یې له همدې بنې سره کورني جنجالونه درلودل، او تل به د مېړه لخوا وهل ټکول کېده.
خو سلما دا ناخوالې پر ځان تېرولې او هېڅ کله یې هم د پلار کور ته فریاد نه وړلو.
مذهبي مشران هم ټینګار کوي چې سړي باید خپلې نوې ښځې ته د پخوانۍ نکاح په اړه سپین حال ووایي. له دویمې یا دریمې ښځې نه د پخوانیو ودونو پټ ساتل د شریعت له مخې نا مناسب عمل بلل کېږي. د جماعت اسلامي ګوند د ښځینه څانګې یوه مشره عنایت بېګم په دې اړه وایي:
"اسلام خو اجازه ورکړې چې سړی دې له یوې نه ډېرې ښځې ولري، خو ستونزه دا ده چې سړي په دې تړاو د اسلام دویم حکم ته نه ګوري. یعنی له ښځو سره یو ډول چلند نه کوي. په دې کې نو د اسلام کومه ګناه نشته، بلکې دا د مسلمان خپله ګناه ده".
اروا پوهان بیا ټینګار کوي هغه مېرمنې چې له بنو سره ژوند کوي، ډېری وخت په رواني ناروغیو اخته کېږي، او ځینې خو یې آن ځان وژني.
د پيښور پوهنتون پروفيسوره او اروا پوهه ډاکټره ارم ارشاد وايې، هغه ښځې چې له رواني پلوه حساسې وي، د داسې ودونو له کبله په ژور خپګان اخته کېدلی شي۔
سلما بي بي وايې دا یوه طبیعي خبره ده چې يوه ښځه هېڅکله نه غواړي خپل مېړه له يوې بلې ښځې سره شریک کړي.
نوموړې زیاتوي "کله چې به مې مېړه بلې ښځې ته څه راوړل يا به يې کوټې ته ورتلو نو غوسه کېدم به. آن دا به مې هم نه غوښتل چې مېړه مې له بلې ښځې سره خبرې وکړي".
ډېر کله په داسې ودونو کې د ښځو بشري حقونه هم تر پښو لاندې کېږې.
په پېښور کې د بشري حقونو یوه فعاله هاجره ګل وایي، په دا ډول ودونو او ګډ ژوند کې د ښځو خواړو او کالیو ته ډېر پام نه کېږي او همدا راز د ژوند نورې اړتیاوې یې هم نه پوره کېږي.
هاجره ګل وایي، ځیني وخت خو داسې هم شوي چې مېړونو خپلې ښځې او اولادونه له کوره ایستلي دي.