د غلام خان بندر اقتصادي اغېز

د انځور حقوق AFP
Image caption د غلام خان بندر پرتله چمن له کراچۍ سره نږدې دی، خو په افغانستان کې تر چمن بیا غلام خان کابل ته نږدې دی.

د غلام خان بندر له سپین بولدک وروسته له کراچۍ بندر تر کابل تر ټولو لنډه لار ده. دغه لار له تورخم بندر-چې اوس له پاکستان سره تر ټولو بوخت بندر دی- (۴۶۱ کیلومتره) لنډه، خو له سپین بولدک (۱۱۱ کیلومتره) اوږده ده.

د غلام خان بندر په رسمي کېدو سره افغان سوداګر له کراچۍ بندر د تورخم بندر په نسبت په لږ وخت کې تجارتي مالونه کابل او شاوخوا سیمو ته رسولی شي.

څېړنې ښيي، که د تورخم پر لار فاصله يو کيلومتر زياتېږي، نو د لېږد لګښت یې ٪۰٫۱ زياتوالی مومي او همدارنګه که وخت يو ساعت زياتېږي، نو د لېږد مصارف يې هم همدومره لوړېږي.

د فاصلې او وخت د زياتوالي پربنسټ، د مالونو د لېږد مصارف د سپين بولدک له لارې توپیر کوي.

* وزیرستان کې صنعتي پارک جوړیږي

* له څلورو کلونو وروسته غلام خان بندر بیا پرانیستل شو

د سپين بولدک له لارې که واټن يو کيلومتر زياتيږي نو د مالونو د لېږد مصارف ٪۰٫۷ زياتيږي . همدا ډول د وخت د يو اضافي ساعت د زياتوالي په صورت کې د مالونو د لېږد مصارف ٪۰٫۶ ډېرېږي.

په پرتليز ډول د فاصلې له مخې، د غلام خان لېږد لار نسبت د تورخم ليږد لارې ته ۴۶۱ کيلومتره لنډه او نژدې ده.

نو ويلی شو، چې د غلام خان د لېږد لارې د لېږدولو مصارف نسبت د تورخم د ليږد لارې د ليږد مصارفو ته ٪۴۶٫۱ کم دي.

د موضوع شالید

د انځور حقوق .
Image caption د پاکستان او افغانستان ترمنځ ډېر بوخت بندر تورخم دی، خو تر تورخم کراچۍ بندر ته غلام خان نږدې دی.

د غلام خان بندر لپاره د افغان دولت له لوري په خوست ولایت کې شاوخوا دوه سوه جریبه ځمکه کې د پنځه میلیون ډالرو په اندازه تاسیسات جوړ شول.

خو په ۲۰۱۴ کال کې د پاکستان لخوا د ضرب عضب د عملیاتو په جریان کې وتړل شوه او د ۲۰۱۶م کال وروستیو کې د پاکستان پوځ مشر راحیل شریف شمالي وزیرستان ته د سفر پرمهال د غلام خان بندر د خلاصولو ژمنه وکړه، خو د نامعلومو دلایلو له امله دغه لار تر تېرې جمعې ورځې پورې د هر ډول تجارتي لېږد رالېږد پرمخ تړل شوې وه.

د دوه اړخیزې سوداګرۍ وده او پرمختګ

له څو لسیزو را هیسې افغانستان، د پاکستاني اموالو لپاره بهترین مصرفي بازار و او د دې لپاره پاکستان کې سلګونه کمپنۍ جوړې شوې وې چې د افغانستان لپاره اجناس/خدمات وړاندې کړي.

ځکه یوه لسیزه وړاندې هم د دواړو هېوادونو ترمنځ د تجارتي راکړې ورکړې اندازه تر درېیو میلیارد ډالرو رسېده، خو په وروستیو کلونو کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سیاسي اړیکو د خرابوالي له امله تجارتي راکړه ورکړه هم کمه شوې ده.

په ۲۰۱۶ م او ۲۰۱۷ مو کلونو کې په مجموعي ډول د دواړو هېوادونو ترمنځ تجارت تقریباً له یو نیم میلیارد ډالرو څخه شاوخوا یو میلیارد ډالرو ته راټیټ شوی دی.

د دې ترڅنګ، د لارو د بندېدو له امله تر دې مهاله په پښتونخوا کې تر سلو تولیدي کارخانې سقوط شوې دي.

* روسي پوځي پلاوي شمالي وزیرستان کې څه کول؟

* وزیرستان کې د پاکستاني پوځي لومړنۍ او وروستۍ جګړه

د تولیدي کارخونو د ژوندي ساتلو لپاره د مصرفي بازار درلودل اساسي موضوع ده؛ پاکستان اړ دی چې د خپلو تجارتي مالونو د خرڅلاو لپاره بازار پیدا کړي چې افغانستان ورته بهترین بازار ګڼل کېدای شي.

سربېره پردې، افغانستان هم د یو شمېر اړتیاوو پوره کولو لپاره، په تېره بیا د کرنیزو محصولاتو د صادراتو لپاره د پاکستان همکارۍ ته اړتیا لري او دغه صادارت افغانستان ته معمولاً له درېیو تجارتي لارو (سپین بولدک، تورخم او غلام خان) ترسره کېدای شي.

اوس چې د غلام خان بندر د پرانیستلو خبره کېږي، نه یواځې سوداګرو ته یوه لنډه لار په لاس ورځي، بلکې د نوموړې لارې د رسمي ترانزیټ پایله کې به د دولت خزانې ته هره ورځ میلیونونه افغانۍ عاید اضافه شي.

د معلوماتو له مخې، له ۲۰۱۴م وړاندې هره ورځ په اوسط ډول، شاوخوا دوه سوه باري ګاډو تګ راتګ درلود، چې دولت ته یې هر ورځ په اوسط ډول له یو میلیون تر یو نیم میلیون افغانیو پورې عواید درلودل.

د خلکو د ژوند کچې لوړوالی

ر د انځور حقوق AFP
Image caption د کرښې دواړو غاړو ته خلک خوشال دي چې د دې بندر په پرانیستې سره به دوی ته کاروبار پیدا شي.

د غلام خان بندر د رسمي پرانیستلو او ترانزیټ پایله کې به د ډیورنډ کرښې دواړو خواوو ته د مېشتو ولسونو کاروبارونه وغوړیږي.

د سبزي ترڅنګ به د لارې په اوږدو کې هوټلونه، مارکیټونه او نور کاروبارونه جوړ شي، چې دا کار به د دوی د کورني اقتصاد په پیاوړي کولو کې مرسته وکړي او د کورنیو لپاره به یې بېلابېلې عایداتي سرچینې رامنځ ته شي.

د عوایدو په لوړېدو سره به د خلکو ژوند کې ښه والی راشي او په سیمه کې به د دایمي امنیت له تامین سره مرسته وکړي.

* له دوو کلونو د پاکستان اقتصاد مخ پر ځوړ دی

* د پاکستان ۷۰ کلن عمر کې د پښتنو اقتصاد ولې په کې کمزوری دی؟

د دې ترڅنګ به د کرښې په دواړو خواوو کې د مصرفي توکو قیمتونه ټیټ شي او له دې لارې به فردي سپماوې زیاتې او د پانګونې د پراختیا سبب وګرځي.

څو کاله پخوا چې د غلام خان لار خلاصه وه، د یوې بوجۍ سیمنټ بیه ۱۲۰ افغانۍ وه، خو د لارې د بندېدو له امله نوموړي قیمت ۳۵۰ افغانیو ته لوړ شوی دی.

په همدې ډول، که نوموړې لار خلاصه وي؛ نو د پښتونخوا څخه ترخوست پورې د باربري موټرو کرایه پنځلس زره افغانۍ کېږي، په داسې حال کې، چې د لارې د بندېدو له امله نوموړې کرایه( د تورخم او یا چمن له لارې) تر یو نیم لک افغانیو رسېږي، نو د قیمتونو په ټیټېدو سره په سیمه کې د مصرفي توکو د اخیستلو توان لوړ او د خلکو د ژوند کچه کې به ښه والی راشي.

احتمالي ستونزې

د انځور حقوق AFP
Image caption پاکستان وايي، امنیتي ځواکونه به دا سوداګریزه لار څاري.

له غلام خان بندر تر خوست او بیا تر کابل پورې غځېدلي سړکونه د لارې د ترانزیټ کېدو په مقابل کې مقاومت نه لري، یعنې په هغه معیار نه دي جوړ شوي، چې د یوې ترانزیټي لارې لپاره ضروري وي.

موجوده سرکونه د کیفیت له نظره کمزوري او شاوخوا اووه متره سور لري، چې دا پخپله د تجارتي ستونزو سبب کېدای شي.

ترڅنګ به یې د تجارتي مالونو د خوندیتوب په خاطر په هغه اندازه امکانات رامنځ ته نه کړل شي، چې د لارې خوندیتوب تضمین کړي.