چترال کې د پولیسو له اجازې پرته پر واده کولو بندیز

Image caption د چترال ځايي اوسېدونکي وايي، د نورو سیمو له نارینه وو سره د چترالیو مېرمنو ودونه په یو ډول کاروبار بدل شوي و.

د پاکستان پنجاب ایالت یو اوسېدونکی محمد یاسین وايي، د پښتونخوا چترال سیمې ته د واده کولو لپاره لاړ، خو هلته ورته معلومه شوه، چې د پولیسو له رسمي اجازې پرته له ځايي نجلۍ سره واده نه شي کولای. نوموړی وايي، بېرته لاهور ته ستون شو، د خپلې سیمې له پولیسو یې اجازه یې واخیسته، وروسته دغه اجازه چترال پولیسو تایید کړه او بیا د واده کولو اجازه ورکړل شوه.

د چترال ځايي اوسېدونکي وايي، د نورو سیمو له نارینه وو سره د چترالیو مېرمنو ودونه په یو ډول کاروبار بدل شوي و.

دوی وايي، دغه ډول ودونه په پرلپسې ډول ناکامېدل یا به د مېړونو له لاسه چترالۍ ناوې وژل کېدې او یا به طلاق ورکول کېده، چې له هغه وروسته ځايي چارواکو د پولیسو له اجازې پرته د نورو سیمو نارینه وو ته د ځايي نجونو پر ودولو بندیز ولګاوه.

د چترال پولیسو یو مشر محسن الملک وايي:

''پخوا چترال کې واده کول ملنډې وې، له هره ځایه به خلک راتله، دلته به یې ودونه کول او دغسې ډېر ودونه ناکامېدل. وروسته به یې ښځو ته طلاق ورکاوه او یا به یې تر کلونو پورې ځورولې. ''

Image caption اوس د واده لپاره د پولیسو اجازې ته اړتیا ده

محسن الملک زیاتوي:

''داسې هم شوي، چې چترالۍ ښځې به یې ووژلې او مړي به یې دلته را استول، ډېرو به له واده مخکې ویل چې هلک افسر دی یا ډېر شتمن دی، خو معمولاً به دا ټولې دروغ خبرې وې. ''

د نوموړي په خبره ۲۰۱۴ کال کې د دغسې ودونو مخنیوي لپاره ځايي اسمبلۍ هوکړه وکړه، چې د پولیسو له اجازې پرته د نورو سیمو اوسېدونکو ته اجازه نه ورکول کېږي، چې چترالیو نجونو سره ودونه وکړي. هغه وايي، د دې لپاره یوه ځانګړې اداره منځته راغله، چې له نورو سیمو له راغلیو کسانو په خپله سیمه کې د پولیسو تایید هم غواړي.

سیمه ییز مدني فعالان وايي، د سیمې ځینې ناوړه دودونو له کبله ښځې له ستونزو سره مخامخ دي. د چترال بیوزله کورنیو کې د دود له مخې د واده ټول لګښتونه د زوم له لوري ورکول کېږي.

Image caption د چترال پولیسو یو مشر محسن الملک وايي، پخوا چترال کې واده کول ملنډې وې

سیمه کې د متل په توګه ویل کېږي، چې نجونې د پلار د اوږو بار نه دي، ځکه د واده لګښت یې زوم ورکوي، خو د سیمې په شتمنو کې دغه دود ډېر عام نه دی.

چترال کې د خیبر بانک مدیر ظهور الدین چترالي وايي:

''مخکې به له نورو سیمو دلته خلک د واده کولو لپاره راتلو او داسې فکر یې کاوه، چې ګواکې نجلۍ یې د پېسو بدل کې اخیستې ده، خو داسې نه ده، بلکې دود داسې دی، چې د هلک کورنۍ د نجلۍ کورنۍ ته د واده لګښت ورکوي. ''

د انځور حقوق .