د چین له سفر وروسته ټرمپ له کېم سره لیدل غواړي

د انځور حقوق Getty Images
Image caption دواړه پلاوي یوه سرحدي کلي کې سره جرګه دي.

د امریکا ولسمشر وايي، پوهېدلی چې بېجینګ ته د شمالي کوریا د مشر سفر ډېر ښه و، ځکه اوس دی هغه له هغه سره لیدل غواړي.

ډونلد ټرمپ وايي، په مۍ کې له کېم جونګ اون سره تر لیدنې مخکې به پر شمالي کوریا بندیزونه او فشار روان وي.

د نوموړي په خبره، د کوریا ټاپووزمې د اتومي وسلو کمول اوس شوني دي.

د امریکا د مشر دا بیان په داسې مهال دی چې تېره چهارشنبه چین ته د شمالي کوریا د مشر خبر تایید شو.

دا پر ۲۰۱۱ کال واک ته تر رسېدلو راهیسې بهر ته د کېم جونګ اون لومړنی سفر دی.

شنونکو ویل چې په مۍ میاشت کې له ډونلد ټرمپ سره تر لیدنې مخکې به د شمالي کوریا مشر له چینايي سیال سره ویني.

ټاکلې ده چې کېم جونګ اون اپرېل میاشت کې د سوېلي کوریا له ولسمشر سره وګوري.

د شمالي او سوېلي کوریاوو د مشرانو لیدنې ته تیاری

ر د انځور حقوق Getty Images
Image caption د سويلِ کوریا ولسمشر د شمالِ کوریا له مشر سره لیدني ته تیاری ښودلی.

له بلې خوا د سوېلي کوریا چارواکي وايي، چې د دواړو هېوادونو چارواکو د پنجشنبې په ورځ په سرحدي سیمه کې سره لیدلي، چې د سوېلي کوریا د ولسمشر او د شمالي کوریا د مشر د لیدنې لپاره تیاری ونیسي.

ټاکلې ده دا لیدنه اپرېل میاشت کې وشي او امکان شته چې د دغو چارواکو نننیو خبرو کې د مشرانو لیدنې لپاره نېټه وټاکل شي.

د سوېلي کوریا د پلاوي مشري د دغه هېواد کابینه کې د دواړو کوریاوو د یووالي وزیر کوي.

نوموړی وروستیو میاشتو کې کوریا ټاپووزمه کې بد وضعیت ته په اشاره وايي:

"نوي کال کې د شمالي کوریا د مشر خبرې، سوېلي کوریا ته په ژمنیو اولمپیک لوبو کې د لوبډلې استول او بیا د سوېلي کوریا او امریکا له ولسمشرانو سره د لیدنې وړاندیز داسې څه دي چې له تېرو اتیا ورځو مخکې هیڅ پېښ شوي نه وو".

په ورته مهال د سوېلي کوریا د لسمشر د دفتر ویاند په چین کې د شمالي کوریا د مشر د دې خبرو هرکلی کوي چې ویلي یې دي: اتومي بې وسلېتوب ته ژمن دی:

د هغه په خبره، د شمالي کوریا او چین د مشرانو خپلمنځي لیدنه ښيي چې بېجینګ د شمالي کوریا د اتومي پروګرام له منځه وړلو کې مرسته کول غواړي.

"زما په اند د کوریا ټاپووزمه کې د سولې خبرو کې د چین ګډون په دغه ټاپووزمه کې د سولې او ټیکاو سره مرسته کولی شي. "

د کېم د بېجینګ سفر

د انځور حقوق CCTV
Image caption د چین په سفر کې له کېم سره خپله مېرمن هم وه.

د شمالي کوریا مشر د یکشنبې په ورځ -د مارچ ۲۵ - د چین پلازمېنې بېجینګ ته لاړ او د چین له ولسمشر سره یې ولیدل.

له خپلې مېرمنې سره د کېم جونګ اون دا سفر خپل هېواد ته د چهارشنبې په ورځ تر ستنېدلو وروسته اعلان شو.

رسمي خبري سرچینې وايي، د شمالي کوریا مشر بېجینګ کې چینايي سیال ته وویل، چې هېواد یې د کوریا ټاپووزمې نااتوميتوب ته ژمن دی.

دا چې دغه ټاپووزمه کې یواځې شمالي کوریا اتومي پروګرام لري، نو د نوموړي دا څرګندونې داسې انګېرل کېږي چې خپل اتومي پروګرام پرېږدي.

ورته مطالب