ملاله: راتګ او له خلکو سره لیدل راته خوب ښکارېده

د نړۍ تر ټولو کم عمره نوبیل جایزه ګټونکې اسلام اباد ته راغلې او د هرکلي لپاره يې ددغه هیواد د لومړي وزیر شاهدخاقان عباسي په دفتر کې غونډه شوې.

ملاله یوسفزۍ دې غونډې ته په وینا کې له خوشالۍ ژړه غونې شوه.

اغلې یوسفزۍ شاوخوا پنځه نیم کاله وړاندې په ټپي حالت کې برتانیا ته لېږدول شوې وه، چې له همغه راهیسې هملته مېشته ده.

ملالې یوسفزۍ د خپلې وینا په پېل کې په پښتو ژبه خبرې وکړې او د غونډې پښتنو ګډونوالو ته يې په پښتو کې هرکلی وکړ.

"نن ډېره د خوشالۍ ورځ ده، چې زه خپل وطن ته راغلې یمه، په خپله خاوره ولاړه یمه او له خپلو خلکو سره ملاوېږمه".

اغلې یوسفزۍ په خپله وینا کې وویل، لايې هم باور نه کېږي، چې په خپله خاوره يې قدم ايښی او خپل وطن ته ستنه شوې.

د انځور حقوق Twitter

د اغلې یوسفزۍ په ویاړ غونډه کې د پاکستان له لومړي وزیر سره د هغه د کابینې غړیو، د پارلمان غړیو او ګڼو لوړپوړو چارواکو ګډون کړی.

ملالې یوسفزۍ په وینا کې وویل، تل چې به د نړۍ په هرګوټ کې ګرځېده، نو له ځانه سره به يې دا فکر کاوه، چې په پاکستان کې ګرځي، خو په خبره يې دا به کله هم رښتیا نه و.

پېغله یوسفزۍ تردې خبرې وروسته ژړه غونې شوه او په غرېو نیولی ږغ يې وویل:

"او نن چې دا حقیقت ګورم، نو ډېره خوشاله یم".

هغې تر څو ثانیو خاموشۍ وروسته په ژړه غونې خندا زیاته کړه، "زه ډېره نه ژاړم، خو نن...؛. وايي، ؛شل کلنه یم، خو په ژوند کې مو ډېر څه ولیدل".

ملالې یوسفزۍ وروسته په سوات کې د توندلاریتوب او ترهګرۍ ذکر وکړ او ويې ویل، د دوی ښځې څومره له کړاونو سره مخامخ دي.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption پر ۲۰۱۳ کال د ملګرو ملتونو غونډه کې وینا.

د پاکستان لومړي وزیر شاهد خاقان عباسي دې غونډې ته په وینا کې ملالې ته هرکلی وکړ او ویې ویل:

"نړۍ په تاسو ویاړي، پاکستان هم درباندې ویاړي؛. ښاغلي عباسي زیاته کړه، ملاله چې له پاکستانه تله، نو دیارلس کلنه ماشومه وه، خو راتګ يې ددغه هیواد د تر ټولو مشهوره شخصیت مقام سره راځي".

د پاکستان لومړي وزیر په خپله وینا کې ملالې ته وویل، پاکستان يې خپل کور دی او هر وخت چې غواړي خپل کور ته راتللی شي او د ساتنې چارې به د پاکستان دولت پر غاړه اخلي.

ملاله یوسفزۍ چې د څلورو ورځو لپاره پاکستان ته راغلې، ځينې سرچینې وايي، خپل پلرنۍ ټاټوبي ته هم لاړه شي.

خو ځينې نور بیا وايي، کېدلی شي، د امنیتي خطر له امله څلور وړاه ورځې په اسلام اباد کې تېري کړي.

ملاله یوسفزۍ چې د ۲۰۱۲م عیسوي کال د اکتوبر پر نهمه نېټه په سوات کې د وسلوالو طالبانو په برید کې ټپي شوه.

د درملنې په موخه بریتانیا ته ولېږدول شوه او په ۲۰۱۴م عیسوي کال ورته د نوبیل نړیواله جایزه ورکړل شوه.

پېغله یوسفزۍ اوس مهال د برتانیا په اکسفورډ پوهنتون کې زده کړې کوي او لومړی ځل پاکستان ته راغلې.