د سوات خلک د ملالې يوسفزۍ په اړه څه وايي؟
په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

د سوات خلک د ملالې يوسفزۍ په اړه څه وايي؟

په نړۍ کې د نوبل جایزې یوه تر ټولو ځوانه ګټونکې ملاله یوسفزۍ، نژدې شپږ کاله وروسته له هغه چې په سوات کې طالبانو په ډزو ویشتلې وه، بېرته پاکستان ته ستنه شوې.

ملالې یوسفزۍ د خپلې وینا په پېل کې په پښتو ژبه خبرې وکړې او د غونډې پښتنو ګډونوالو ته يې په پښتو هرکلی وکړ. دې له پاکستاني لومړي وزیر شاهد خاقان عباسي سره هم ولیدل.

د لومړي وزیر په کور کې د خبرو پر مهال ملالې وويل تل یې غوښتل چې په پاکستان په ازاده وګرځي.

ملاله په ۲۰۱۲ کال کې، ښوونځي پر لار پر سر طالبانو وویشته.

لومړي وزیر ورته وويل، ته نوره کومه عادي پاکستانۍ نه یې او ستاسې امنیت د حکومت دنده ده. رفعت الله اورکزی سوات ته ورغلی او له هغه ښوونځي رپوټ راکوي چې ملالې یوسفزۍ په کې سبق وايه.

اړونده مطالب