ملاله یوسفزۍ خپل پلرني ټاټوبي ته لاړه

Image caption ملالې تېره ورځ له بي بي سي سره مرکه کې وویل، د پښتون ژغورنې غورځنګ غږ باید واورېدل شي.

د سولې نوبل جایزه ګټونکې پښتنه ملاله یوسفزۍ له پنځه نیم کلوونو وروسته پښتونخوا کې خپل پلرني ټاټوبي سوات ته ورسېده.

نوموړې تر ټولو کم عوره شخصیت دی چې د سولې نوبل یې ګټلی دی.

هغه تېره چهارشنبه له برتانیا پاکستان ته ستنه شوه.

۲۰ کلنه ملاله د ۲۰۱۲ کال اکتوبر کې د وسلوالو طالبانو برید کې ټپي او د درملنې لپاره برتانیا ته ولېږدول شوه.

هورې له درملنې وروسته زدکړو ته پاتې شوه.

خبریال رفعت الله اورکزی وايي، ملاله له خپل مور پلار او دوو وروڼو سره مینګوره کې خپل کور ته لاړل او له څه وخت اړولو وروسته ترې لاړل.

هغه وايي، له دې وروسته ملاله سوات کې یوه ښوونځي ته لاړه او هلته یې له خپلو څو خورلڼو سره ولیدل.

کلک امنیت

ر د انځور حقوق Reuters
Image caption سوات ته د ملالي لېږدوونکې چورلکه د هغې له کور سره نږدې کېناسته.

رپوټونه وايي، سوات کې کلک امنیت نیول شوی او د ملاله یوسفزۍ کور ته تللي ټول سړکونه تړل شوي دي.

ملاله د څلورو ورځو لپاره پاکستان ته تللې او تېره پنجشنبه یې اسلام اباد کې وویل، دا یې د ژوند تر ټولو خوشاله ورځ ده چې خپل هېواد ته تللې ده.

ملاله په اسلام اباد کې یو هوټل کې اوسېږي، چې سخت امنیت یې نیول شوی دی.

د نوموړې د امنیت لپاره پوځي افسران هم ګومارل شوي دي.

له بي بي سي سره مرکه

Image caption ملاله د بي بي سي له خبریال خدای نور ناصر سره مرکه کې.

ملالې تېره ورځ له بي بي سي سره مرکه کې وویل، د پښتون ژغورنې غورځنګ غږ باید واورېدل شي.

د هغې په خبره، پاکستاني چارواکي دې د هغه غورځنګ غږ واوري چې په دې هېواد کې د پښتنو د حقونو د خوندیتوب لپاره پیل شوی

نوموړې زیاته کړه دا د هرچا حق دی چې د خپلو غوښتنو لپاره مظاهره یا پرلت وکړي.

نوموړې زیاته کړه چې د پاکستان له لومړي وزیر او نورو حکومتي چارواکو سره په خپلو لیدنو او ناستو کې به هم د پښتنو د ژغورنې د غورځنګ موضوع را پورته کوي او له دوی به غواړي چې د دې غورځنګ خبره واوري.