امریکا د پاکستان ملي مسلم لیګ د ترهګرۍ نوملړ کې شامل کړ
د ملي مسلم لیګ په اکثرو ناستو او بینرونو کې د حافظ سعید انځورونه وي
امریکا د پاکستان مذهبي ـ سیاسي ډله ملي مسلم لیګ د دغه هېواد د لښکر طیبه ګوند نوې بڼه بللې او هغه یې د ترهګرو ډلو په نوملړ کې ور شامله کړې ده.
ملي مسلم لیګ ډله تېر کال په پاکستان کې رامنځته شوه او په ښکاره د لښکر طیبه ترهګرې ډلې د مشر حافظ سعید ملاتړ کوي.
د ملي مسلم لیګ په اکثرو ناستو او بینرونو کې د حافظ سعید انځورونه وي.
یادې ډلې د امریکا د حکومت دا پرېکړه غندلې او د پاکستان پر خپلواکۍ او پر بشري حقونو یې تېری بللې.
د امریکا د بهرنیو او مالیې وزارتونو د دوشنبې په ورځ وویل، د پاکستان د لښکر طیبه په څېر یې ملي مسلم لیګ ډله هم د ترهګرو ډلو په نوملړ کې ور زیاته کړې ده.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وايي، له بندیزونو د خلاصون لپاره لښکر طیبه ډله د خپل نامه د بدلانه هڅه کوي.
سرچینې په یوه خبرپاڼه کې ویلي، لښکر طیبې په ۲۰۱۷ کال خپل نوم د کشمير په ازادي غوښتونکي غورځنګ بدل کړی و او ترهګریزو فعالیتونه یې کول.
د امریکا متحده ایالتونو د پاکستان د ملي مسلم لیګ ډلې مشر سیف الله خالد، سرمنشي فیاض احمد او پر پنځه نورو کار کوونکو سربېره د کشمير د ازادۍ غورځنګ هم د ترهګرو په نوملړ کې شامل کړي دي.
امریکا د لښکر طیبه ډله په ۲۰۰۱ کال کې د ترهګرو ډلو په نوملړ کې ور اچولې وه
امریکا د لښکر طیبه ډله په ۲۰۰۱ کال کې د ترهګرو ډلو په نوملړ کې ور اچولې وه.
له ترهګرۍ سره د مبارزې یوه امریکايي چارواکي ویلي، په پاکستان کې لښکر طیبه ډله په ښکاره فعالیت کوي او غونډې جوړوي، چنده ټولوي، د ترهګرو پالنه کوي او ترهګریز بریدونه پلانوي:
"غلطي مه کوئ! لښکر طیبه ترهګریزه ډله ده او اوسنۍ کړنې یې له بندیزونو د ژغورنې لپاره دي."
د امریکا متحده ایالتونو د حافظ سعید په اړه د معلوماتو ور کولو پر سر ۱۰ میلیونه ډالره انعام هم ټاکلی دی، خو نوموړی په پاکستان کې په ښکاره غونډو کې ګډون او ویناوې کوي.