"د پښتون د غږ اورېدلو وېره ولې نه ختمېږي؟"

د انځور حقوق .
Image caption منظور پښتون پر ۲۰۱۴ کال په ځايي کچه د مسید ژغورلو هڅه پیل کړه.

کله کله د لرې پرتو سیمو خبرونه ښار ته رسېږي کله هم د ښار حقیقت لرې سیمو ته رسېږي، خو اوس زموږ شمالي سیمې لا ډېرې پردۍ کېږي.

قبایلي سیمو کې پیل شوی د وینو سطرنج له اوږدې مودې راهیسې سیاسي او ټولنیز بنسټ ونړاو، موږ ته د دې خلکو خبر هم هغه کسان را رسوي چې تر ښار یې ځان ژوندی را رسولی وي.

موږ یې په نه زړه کیسې اورو سرټیټوو او وايو، دا د پښتون کلتور برخه ده.

* د پښتنو منظور پښتین له کومه راغی؟

* د منظور پښتین خولۍ د حق غوښتنې پر سمبول بدلېږي؟

جنګیالیو قبایلو، خپلې پولې وساتلې، نه یې انګرېز ته سر ټیټ کړ او نه هم پخواني شوروي ته.

چې زموږ تر ښارونو راشي د دې په ځای چې عزت یې وشي او د غیرت کیسې یې ولوستل شي د شک په سترګه ورته کتل کېږي، پرېشان یو چې ترهګر خو نه دی راغلی، د نشه يي توکو کاروبار خو نه کوي.

"پښتون ډار نه پېژني"

د انځور حقوق Twitter
Image caption د نقیب الله مسید تر وژني وروسته منظور پښتون د پښتون ژغورنې غورځنګ پیل کړ.

حکومت هغوی ولې پنډغالو کې نه پرېږدي، ولې یې یواځې پرېښودل.

یو وخت به زموږ ماشومتوب کې کیسې کېدلې چې پښتون ډار نه پېژني اوس چې هغه ډول کیسه او شعر اورې ژړا درځي.

اوس که موږ ټولې جګړې ګټلې بولو او ګواهي یې هم هغه خبریالان ور کوي چې پوځي چورلکو کې سیمې ته ځي.

اوس که علاقه غیر زموږ ده، د فوټبال او کرېکټ لوبه کېږي نو هیله دا وي چې هلته د خلکو خبره په زغم سره واورېدل شي، خو زموږ پالیسۍ جوړوونکو کې ولې د پښتون د غږ اورېدلو وېره نه ختمېږي.

حق غوښتل خیانت دی؟

ر د انځور حقوق .
Image caption د منظور پښتون خولۍ چې اوس ډېر مینوال لري.

د پښتو ژغورنې غورځنګ له پېښور اسلام اباد ته پر لار و، خو زموږ د خوندیتوب ادارو په لاس جوړو کسانو ویل چې نوی غدار راغی، نوي طالبان راغلل او اوس اوس له خطر ژغورل شوی هېواد له نوې خطرې سره مخ شو.

د دې غورځنګ د ځوانو مشرانو خبرې مې فیسبوک او یوټیوب کې اورېدلې دي، لهجه نوې ده، خو خبرې زړې دي.

که منظور پښتون وايي، چې د پاکستان اساسي قانون راکړي حقونه غواړي، نو ولې پر هغه د پاکستان د دوښمن تور لګېږي.

ښايي دا د دې لپاره چې منظور پښتون داسې کیسې اوروي چېې زموږ په وطن مینو رسنیو کې راغلې نه دي، هغه هم پر ماشومانو د بمونو د غورځولو کیسې، په خپلو کورنو کې د مشرانو د بې عزته کولو پېښې.

* کراچۍ کې له نقیب وروسته د موسی خان وژنه

* د نقیب مسید پر وژنه تورن راو انوار ونیول او محکمې ته حاضر شو

که چا زړه لرلی، غرېو نیو او ژړل به یې، ژمنه به یې کوله چې تېر په هېر بیا به داسې نه کېږي، خو موږ وایو، هغه دی دوښمن راغی، له ده سره هم هغه څه وکړئ چې د ده له مشرانو سره مو وکړل.

کله کله دا هیښوونکې وي چې ویل کېږي زموږ هېواد له ازله یو موټی دی، ځکه که خلاف یې خبره وشي هغه که قبایلي پښتون یا د مکران بلوڅ وي، نو حکومت یې په مقابل کې تاوتریخوالی پیل کړي.

له دې زیاته حیرانتیا پر هغو پوهانو او په تلوېزوني سټوډیوګانو کې پر دفاعي شنونکو چې پښتون ځوان ته وايي، دا مه وایه، دا خبره مه کوه ځکه دې سره زموږ دوښمن ته ګټه رسېږي.

پنځه زره پښتانه ځوانان ولې خطر بلل کېږي؟

د انځور حقوق .
Image caption د منظور پښتون غونډو ته پاکستانیو رسنیو کې پوښښ ور نه کړل شو، خو هغه له خواله رسنیو کار واخیست.

ایا د دې هېواد ستنې او بنسټ دومره کمزوری دی چې څو زره پښتانه ځوانان یې لړزولی شي، هیڅکله داسې نه ده. خو دا د هغو خلکو وېره ده چې تش په نوم په وطن مین دي او د یوه غږ او نوې خبرې په اورېدو سره یې وېره اخلي.

یو وخت د پاچایانو له دربارونو بهر د عدل ځنځیر لګېده چې مظلوم به ورته راته او فریاد به یې کاوه، خو اوس که څوک د دغه ځنځیر په لور ځي، نو زموږ پوهان پر را ټولېږي او ورته وايي، ځنځیر ته مه نږدې کېږه د دربار ستنې ور سره نړېږي.