د پښتون غورځنګ پښتنې پېغلې

ثنا اعجاز د انځور حقوق Sanna Ejaz
Image caption د پښتون ژغورنې په روان غورځنګ کې پېغلې هم ونډه لري

زما بدمرغي ګوره چې د جنورۍ په پیل کې مې پښتونخوا پرېښوده.

د همدې جنورۍ په پای کې زما د قبایلي سیمو پښتانه لومړی ځل د خپل حق لپاره راپاڅېدل.

بدقسمته یم چې له غورځنګه لېرې یم، خو خوش قسمته یم چې د قلم له لارې يې زرګونه کیلومتره لېرې نه یوازې ملاتړ کوم بلکې زړه مي هماغلته ورسره ګرځي.

د غورځنګ پېغلي ثنا اعجاز، وړانګه لوڼۍ ، ناهید اپريدۍ او داسي نوري ډېري فعالاني دي چې په پښتونخوا کې يې د پېښور جلسې ته شپه او ورځ یوه کړې ده.

خو د نړۍ په ګوټ ګوټ کې مېشتو نورو پښتنو پېغلو فعالانو يې هم کلک ملاتړ کړی دی او په خواله رسنیو يې ستایلې دي.

زه د دوی په ملاتړ کې هغه د پښتو روایتي ټپه ځکه هم نه وایم چې د دغې ټپې کلکه مخالفه یم او په ماته ګوډه پښتو کي مي دغه ټپه لږه داسي بدله کړې ده چې د پښتو ادب ستر لیکوالان او شاعران به مي دغه بې ادبي را وبخښي.

ګرانه وطنه اوس دې وار دی

پېغلي زلمیان دې ټول په ننګ راوتي دینه

د پښتون ژغورنې غورځنګ چې په ډېر لږ وخت کې يې ډېر زیات شهرت موندلی، په پښتونخوا کې ورسره تر بل هر غورځنګ زیاتې پښتنې پېغلې ملګرې شوې دي.

د دغو پښتنو پېغلو شمېر تر زلمیانو ډېر کم دی.

خو که يې په خواله رسنیو کار وګورو نو تر زلمیانو يې هم ډېر کار کړی دی.

د انځور حقوق Sanna Ejaz
Image caption په دې غورځنګ کې د ښځو شمېر کم دی، خو اغېز یې بیا هم شته

د پښتو په هغه روایتي ټپه کي چې ویل شوي وو، که د زلمو نه پوره نه شوه نو بیا به جینکۍ میدان ته راځي، د غورځنک پېغلو دغه ټپه نه یوازې رد کړه بلکې د دې برعکس يې تر زلمیانو هم زیات کار وکړ.

زما مطلب بالکل دا نه دی چې زلمیانو بېخي کار نه دی کړی. پېغلي او زلمي به په ګډه دا مبارزه پر مخ بیايي.

خو د پښتنو غوندې په سړي سالاره ټولنه کې که یوه ښځه هم له زلمو سره اوږه په اوږه درېږي نو په زرو ښځو به يې شمېرئ.

که څه هم په غورځنګ کې د ښځينه فعالانو شمېر په لسګونو کې دی، خو زه د غورځنګ زلمیانو ته وایم چې نن درسره پښتنې پېغلې په لومړي قطار کې ولاړې دي.

نن هم که له دې قطاره لرې شوئ نو راتلونکی نسل به مو کله هم ونه بښي.

ورته مطالب